Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/13

له شاوخوا ۲۴ ورځني جنګ وروسته د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې چې د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې ترسره شوې، کومې پایلې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدې.

د ایران او متحده ایالتونو د پلایو ترمنځ په پرله پسې توګه د مخامخ خبرو څو دوره ترسره شول، خو دغو پلایو ته نږدې سرچینو ویلي چې دواړه خواوې په مهمو مسایلو کې پر خپلو دریځونو ولاړ وو او د یو بل غوښتنو ته یې چندان اهمیت نه ورکاوه.

د ایران بهرنیو چارو وزارت له دې شاوخوا ۲۱ ساعته خبرو وروسته وویل چې دا خبرې د بې باورۍ په فضا کې ترسره شوې او له همدې امله له دې مذاکراتو کومه تمه نه کېده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي: « د امریکا له متحده ایالتونو سره د کوم توافق تمه نه کېده، ځکه دا خبرې د بې باورۍ په  فضا کې ترسره شوې او هغه هم له څو اوونیو جنګ وروسته. موږ باید په یوه لیدنه کې د کومې موافقی تمه ونه لرو.»

بله خوا،  ایراني پلاوي ته د نږدې سرچینو په حواله ویل شوي چې امریکايي پلاوي له خبرو د وتلو پلمې لټولې.

خو د امریکا ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس چې د امریکايي پلاوي مشري یې کوله، ویلي چې له ایراني پلاوي سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کول یو ښه خبر وو، خو بد خبر دا دی چې موږ کومې موافقې ته و نه رسېدو.  

جې ډي وېنس دغه راز ویلي، په تېرو ۲۱ ساعتونو کې دوی ایراني پلاوي ته خپل دریځ او سرې کرښې روښانه کړې، مګر دوی زموږ شرایطو منلو ته حاضر نه شول.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړې: « په دې خبرو کې موږ داسې کومې نقطې ته و نه رسېدو چې ایراني لوری دې زموږ شرایط ومني. زه فکر کوم چې موږ زیات انعطاف منوونکي وو او له بل لوري، ولسمشر ټرمپ موږ ته سپارښتنه کړې وه چې له یوې موافقې سره ورستانه شو، خو ایراني پلاوی یې منلو ته حاضر نه شو.»

جې ډي وېنس دغه راز زیاته کړې، د امریکايي پلاوي زیات تمرکز پر دې و چې د ایران له لوري د دوی د اټومي پروګرام په اړه یو مثبت دریځ وګوري چې دوی نه غواړي په راتلونکې کې کوم اټومي وسله تولید کړي.

امریکايي او ایراني پلاوي دواړه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist