Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: افغانستان د تېر کال وروستیو نهو میاشتو کې د ۱.۷ میلیادره ډالرو صادرات کړي 

نړیوال بانک افغانستان کې درې  پروژې له سره پیل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/21

رویټرز خبري آژانس  په نړیوال بانک کې د خپلو پټو سرچېنو له  قوله ویلي،  نړیوال بانک به  افغانستان کې له ښوونیز سکتور پرته  د درېیو هغو سکتورونو پروژې له سره پیل کړي،چې په تیرې مارچ میاشتې کې یې ځنډولې وې.

د یاد آژانس په خبره،د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دا پروژې د روغتیا، بزګرۍ او ژوند چارو برخو کې دي،چې ارزښت یې تر ۴۵۰ میلیونه ډالرو رسیږي.

سرچینې ویلي،د یادو درې پروژو په تطبیق کې به د نړیوال بانک سربېره د پیسو نړیوال صندوق، یوناما او اسلامي پراختیایي بانک هم ګډون کوي.

نړیوال بانک د څلورو پروژو لپاره ۶۰۰ میلیونه ډالر په یاد بانک کې د افغانستان بیارغونې مالي صندوق څخه له کنګل آزاد کړي وو.

سرچینه وايي:« نړیوال بانک د افغانستان  غیر ښوونیزو پروژو د بیا پیل پریکړه وروسته له هغې وکړه،چې د افغانستان اقتصادي بحران لا ژور شو او د اکراین او روسیې جګړې له امله افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې.»

نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان لپاره په څلورو بېلابېلو برخو کې پلان شوې پروژې په تېره مارچ میاشت کې د اسلامي امارت هغې پریکړې په غبرګون کې وځنډولې،چې پر بنسټ یې د نجونو لپاره منځني ښوونځي او لیسې وتړل شوې.

د نړیوال بانک څلورمه پروژه د افغانستان ښوونیز سکتور لپاره وه،چې ارزښت یې تر ۱۵۰ میلیونه ډالرو رسېده.

د امریکا خزانې وزارت وړمه ورځ ویلي، د افغانستان بیارغونې مالي صندوق مرستندویه هېوادونه به د راتلونکې جمعې په ورځ غونډه وکړي،ترڅو د افغانستان پر اقتصادي او امنیتي وضیعت خبرې وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist