Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/01

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره خبرې په ښه ډول روانې دي او نږدې ده چې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

ټرمپ خبرداری هم ورکړی چې که دا خبرې بریالۍ نه‌ شوې، د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو به بریدونه پیل کړي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: « له ایران سره مو خبرې ډېرې ښې روانې دي او نور نو نږدې شوي یو چې یوې هوکړې ته سره ورسېږو. خو تاسو په یاد ولرئ که دا خبرې بریالۍ نه شي یا پر یوې هوکړې بدلې نه‌شوې، نو به وګورئ چې موږ څنګه د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو کوو.»

د امریکا ولسمشر دغه‌راز په یوه بل پیغام کې چې دوی له نوي او زیات معقول ایراني رژیم سره په جدي خبرو کې دي، خو د انرژۍ پر بنسټونو يې د برید ګواښونه بیا تکراروي.

ټرمپ ویلي، متحده ایالتونه له یوه نوي ایراني رژیم سره جدي خبرې کوي او ښايي له امله یې په ایران کې د امریکا پوځي عملیات پای ته ورسېږي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه ویلي: « مهم پرمختګ شوی، خو که د کوم دلیل له مخې ژر تړون و نه شي چې ښایي وشي او که د هرمز تنګي سملاسي د سوداګرۍ لپاره نه پرانستل کېږي، نو موږ به په ایران کې خپل ښکلی حضور داسې پای ته ورسوو چې د هغوی ټول د برېښنا تولیدوونکي مرکزونه، د تېلو څاګانې او د خارګ ټاپو او ښایي د مالګینو اوبو پاکولو ټول کارځایونه هم په بشپړه توګه له منځه یوسو چې تر اوسه مو په قصدي ډول نه دي لمس کړي.»

بله خوا، ایران له امریکا سره هر ډول خبرې اترې رد کړې دي او وايي، د یرغل پر مهال د خبرو په ځای د خپلې خاورې او خلکو دفاع ورته لومړیتوب لري. د بهرنیو چارو وزارت يې ویلي، له امریکایي لوري سره یې په تېرو ۳۱ ورځو کې هېڅ ډول خبرې نه‌دي کړې.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي زیاته کړې: « زموږ دریځ خورا روښانه دی. اوس په داسې حالت کې چې د امریکا پوځي یرغل په شدت سره دوام لري، موږ ټول هڅه کوو او خپل ټول ځواک د ایراني ملت دفاع کوي. موږ د خپلو غوښو او وینو تجربې په ياد لرو او موږ به هغه خیانت هېر نه کړو چې د ډېپلوماسۍ پر وړاندې په یوه کال کې دوه ځله ترسره شو.»

دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ وياندې کارولین لیویټ ويلي، د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ښې روانې دي او دوام لري.

نوموړې زياته کړې، هغه ایراني چارواکي چې امریکا ورسره خبرې کوي، د پخوانیو مشرانو په پرتله د پردې تر شا ډېر منطقي ښکاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist