Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/31

ګڼو افغانانو په بریټانیا کې د پاکستان سفارت مخې ته پر افغانستان د د دې هېواد بريدونو پر ضد لاریون وکړ او پر افغانستان یې د پاکستان یرغل او په کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله، جنایت وباله.

له بریټانیا سربېره په فرانسه کې هم افغانان پر افغانستان د پاکستان بريدونو خلاف غږ پورته او د پاکستان ضد شعارونو د ورکولو ترڅنګ یې وویل چې پاکستان په خپل ګاونډ کې پر ځان بسيا افغانستان نه شي زغملی او د کمزوري ساتلو لپاره يې دسيسې جوړوي.

یو تن لاریون کوونکی وايي: « د پاکستان ترهګر پوځ او استخبارات چې افغانستان یې په تېر پنځو لسیزو کې په اور سوځولی او د افغانانو وینې یې بهولې دي، اوس هم د افغانستان پرمختګ او د افغانانو یوالی نه شي زغملی او د خپل کور اختلافونه او اقتصادي ستونزې پر افغانانو ور اچوي.»

اروپا مېشتو لاریون کوونکو د پاکستان پر غندنو سربېره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر بې ګناه افغانانو د پاکستان بريدونو د مخنيوي له لارې د سيمه‌ييز ثبات له تحکيم سره مرسته وکړي.

یو تن لاریون کوونکی وايي: « د خپل کور او خاورې دفاع به هر ځای او په مېړانه کوو. دغه دفاع که په هره بیه او هر ډول قربانۍ وي. د پاکستان پوځي رژیم په دې وروستیو کې د افغانستان پر خاوره تېری او ړندې بمبارۍ کوي او په پایله کې یې زموږ عام وګړي شهیدان کړي. زموږ له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بریټانیا له حکومت او پارلمان غوښتنه کوو چې د پاکستان د دې جنایتونو او بریدونو مخنیوی وکړي.»

همدارنګه په ناروې هېواد کې هم د پاکستان بريدونو خلاف ورته لاريون وشو او پرېکړه‌ليک يې چې په کې د يادو بريدونو د مخنيوي غوښتنه او د پاکستان له لوري د ترسره شویو جنایتونو يادونه شوې، ملګرو ملتونو او د جرمون نړيووالې محکمې ته وسپاره.

شنونکي هم په ملي مسايلو کې په کوردننه او بهر د افغانانو ګډ دريځ ستايي او له همدې امله په اروپا کې د پاکستان بريدونو پر ضد د معترضو افغانانو غږ بدرګه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی خليل احمد نادم وايي: « دا چې افغانان اوس په نوره نړۍ کې د پاکستان د تېري خلاف غږ پورته کوي، دا د افغانانو یوالی څرګندوي او د افغانستان په ګټه کار دی. له دې سره به د افغانانو غږ تر نړیوالو ورسېږي او د پاکستان له جنایتونو به پرده پورته شي. پاکستان مداخله کوي، ملکي وګړي وژني او ملکي تاسیسات په نښه کوي. ملګرو ملتونو اوس خپل ماهیت له لاسه ورکړی او د اعلامیو له خپرولو پرته بل څه کولی نه شي.»

له دې وړاندې په جرمنې، بلجيم او ځينو نورو هېوادونو کې پر افغانستان د پاکستان يرغل خلاف اعتراضونه وشول. له دې سره، د پاکستان پوځي رژيم د يک‌شنبې په ورځ د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ او اسعداباد ښار د هوانونو په وېشتلو سره د ملکي وګړو کورونه او ښوونځي په نښه کړل.

 په دې بريدونو کې يو ملکي وګړی شهيد او ۱۷ نور ټپيان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist