د یمن د اوربند پر سر بیا خبرې د پیلیدو په حال کې دي.
یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتېن ګریفټ بیا صنعا ته ورغلی چې د اوربند په تړاو بیا ناسته وکړي.
حوثي یاغیانو او د یمن حکومت ترمنځ د ۲۰۱۸ کال په ډيسمبر میاشت کې ناسته وشوه چې کومه ځانګړې پایله یې ور نه کړه.
ګریفټ به یمن کې د حوثي یاغیانو له مشرانو او د بشر حقونو له یو شمیر استازو سره وګوري.
هغه به په دې سفر کې د یمني حکومت له ولسمشر عبدالرب المنصور هادي سره هم د اوربند په تړاو لیدنه وکړي.
په بندري ښار حدیده کې اوربند ددې لپاره حتمي ګڼل کیږي چې روانه جګړه وځنډيږي او خلکو ته خوراکي توکي ورسیږي.