Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/24

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د جنګ وزارت ته يې لارښوونه کړې چې د پنځو ورځو لپاره د ایران انرژۍ پر تاسیساتو له هر ډول برید ډډه وکړي.

تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ د هرمز  تنګي د بېرته خلاصولو لپاره تهران ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل ټاکلی و چې د دوشنبې ورځې په پای ته رسېدو سره، پای ته ورسېد.

ډونالډ ټرمپ د خپلې خواله رسنۍ پر پاڼه په غټو ټکو سره لیکلي چې دا پرېکړه یې له ایران سره د ژورو او رغنده خبرو له ترسره کولو وروسته کړې.

د متحده ایالتونو ولسمشر  زیاته کړې: « زه خوشاله یم چې تاسو ته دا راپور در کوم چې متحده ایالاتو او ایران په تېرو ۲ ورځو کې په منځني ختیځ کې د خپلې دښمنۍ پای ته رسولو لپاره ډېرې ښه او رغنده خبرې کړې دي. د دې خبرو د پایلو په رڼا کې مې چې د اوونۍ په اوږدو کې دوام ومومي، ما د جنګ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د پنځو ورځو لپاره د ایران انرژۍ په تاسیساتو هر ډول بریدونه وځنډوي. دا کار البته د روانو لیدنو کتنو او خبرو د بریا لپاره شوی دی.»

تر دې مخکې ټرمپ ګواښ کړی و چې د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره ایران ته د ورکړل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو سره به د ایران د انرژۍ تاسیسات په نښه او له منځه یوسي.

د ټرمپ له دې خبرداري وروسته د ایران انقلابي ګارد(سپاه) هم خبرداری ورکړی چې که د ایران د برېښنا تاسیسات په نښه شي، دوی به سیمه او اسراییلو کې د انرژۍ او څښاک اوبو تاسیسات له منځه یوسي.

ټرمپ دا هم ویلي وو چې له ایران سره د روانې جګړې بندولو ته لېواله نه دی.

ډونالډ پرمپ په دې اړه ویلي: «موږ ممکن په خپلو  کې خبرې ولرو، خو  زه له ایران سره د اوربند غوښتونکی نه یم.»

بله خوا، د ایران بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ هېڅ ډول خبرې نه دي شوې.

د امریکا سي‌اېن‌اېن ټلویزیون په دې اړه د راپور په خپرولو سره ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې د تهران او واشنګټن ترمنځ د څو هېوادونو له خوا پیغامونه تبادله شوي دي.

دا وروستی پرمختګ داسې مهال رامنځته شوی چې پر ایران د امریکا او اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې په ایران او لبنان کې زرګونو کسان وژل شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پر تهران د اسراییلو هوایي بریدونو په وروستۍ څپه کې څو بېلابېلې سیمې په نښه شوې دي.

همدارنګه، د ټرمپ له دې اعلان وروسته په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو بیې هم را ولوېدې او د هر بېلر تېلو بیه له ۹۹ ډالرو څخه را ښکته شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist