Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/15

د بشري حقونو مدافع بنسټونو او د ملګرو ملتونو د اندېښنو پر دوام، چې د منځني ختیځ له روانو کړکېچونو سره تړاو لري، تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خبري غونډه کې په څو هېوادونو کې د بې‌ځایه شویو کسانو د شمېرو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

 

نوموړي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له قوله ویلي، چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې په درشل کې تر اوسه پورې له ۴ میلیون ډېر کسان په افغانستان، ایران، پاکستان او لبنان کې اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي.

نوموړي زیاته کړې چې په سیمه کې د روان تاوتریخوالي پراخېدل به بشري بحران، د خلکو لومړنۍ اړتیاوې او د عامه تاسیساتو ویجاړېدل زیات کړي. خو ډاډ يې ورکړی، چې ملګري ملتونه به له خپلو شریکانو سره په همکارۍ له زیانمنو ټولنو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک وایي: «په منځني ختیځ کې له کله چې جګړه پیل شوې، له ۴.۱ میلیونو څخه زیات کسان په افغانستان، ایران، لبنان او پاکستان کې بې‌ځایه شوي دي. منځنی ختیځ اوس د نړۍ له هغو سیمو څخه دی، چې د بشري مرستو اړتیا لرونکو خلکو تر ټولو لویه ټولګه پکې مېشته ده. پر دې سربېره شاوخوا ۱۱۷زره کسان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. وروستي تاوتریخوالي د ملکي وګړو کړاوونه لا ژور کړي او ملکي زېربناوو ته یې نور هم زیان رسولی دی.»

دوجاریک همدارنګه زیاته کړې چې د لبنان د حکومت د معلوماتو له مخې، دغلته له ۸۱۶ زرو څخه زیات کسان بې‌ځایه شوي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۲۸۵ زره یې ماشومان دي.

هم‌مهاله، د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې د اسلامي امارت او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د ډیورند پر فرضي کرښه د جګړې دوام، پر دې سربېره چې ملکي تاسیساتو ته زیان رسوي، د ماشومانو پر روغتیايي، روحي او رواني حالت هم ناوړه اغېزې لري.

د بشري حقونو مدافع، عبدالرزاق عدیل وایي: «په سیمه کې روان وضعیت د بشري ناورین ښکاره نښه ده. د یو شمېر ځان غوښتونکو هېوادونو سیاستونو د سیمې هېوادونو مېلیونونه وګړي له سخت ګواښ سره مخ کړي دي. که ملګري ملتونه له خپل سیاسي اقتدار او ځواک څخه په استفادې د شخړو د حل کوښښ ونه‌کړي؛ د سیمې هېوادونو اوسنی ثبات به له منځه لاړ شي.»                         

پر دې سربېره یو شمېر شنونکي د پاکستان پوځي رژیم له لوري په افغانستان کې پر بې‌وسه ملکي خلکو او عامه تاسیساتو د پاکستان ظالمانه بریدونو په یادولو سره ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه باید د جګړې پر مهال د تاوتریخوالي د کمولو او د بشري حقونو د تطبیق لپاره پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی، نجیب الرحمن شمال وایي: « پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه د ملکي او بې‌ګناه وګړو د قربانۍ لامل شوي. همدا راز په سیمه او منځني ختیځ کې پر ایران د امریکا او اسراییل برید د ملکي تلفاتو، کډوالۍ او بشري ناورین لامل شوي، چې بېړني ملاتړ او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.»

د یادونې وړ ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه پورې د افغان دفاعي ځواکونو او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د روانې جګړې له امله د کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې وړاندې اسلامي امارت خبر ورکړی و چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې له ۵۰ زرو څخه زیات کسان بې‌ځایه شوي دي. 

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist