Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/12

عامې روغتيا وزارت د ګوزڼ ختمولو لپاره د ځينو وزارتونو استازي د همغږۍ رامنځته کولو لپاره راغوښتي او غواړي د همدې رامنځته کېدونکې همغږۍ پر بنسټ د ګوزڼ ضد هڅې چټکې کړي.

د عامې روغتيا وزير دا هڅې له دې امله چټکول غواړي چې په خبره يې، لا هم د ځينو ولايتونو په لرې پرتو سيمو کې ماشومان د ګوزڼ ضد څاڅکي نه شي ترلاسه کولی.

نوموړی له وزارتونو سره پر همغږۍ سربېره، له ګوزڼ سره په مبارزې کې له ټولو دولتي کارکوونکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو هم مرسته غواړي.

د عامي ورغتیا وزیر نورجلال جلالي وايي: « سره له بریاوو، موږ لاهم له یو شمېر ننګونو سره مخ یو. په جنوبي او سوېل ختیځو حوزو او په ځانګړي ډول کندهار، هلمند او پکتیکا کې د پولیو د انساني پېښو دوام موږ ته یادونه کوي چې لاهم داسې ماشومان شته چې بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري.»

جلالي دا نه په ډاګه کوي چې ولې په ځينو ولايتونو کې ماشومان د ګوزڼ ضد واکسين ته لاسرسی نه لري، خو اعتراف کوي چې ځينې کسان لا هم شته چې په لرې پرتو سيمو کې د ياد واکسين د کمپاينونو په اړه خلکو ته غلط ذهنيت ورکوي.

نوموړی د يادې پديدې په ختمولو کې د نړيوالو سازمانونو همکاري حياتي بولي او غوښتنه کوي چې د ګډو هڅو په پايله کې ګوزڼ بايد صفر شي.

د عامې ورغتیا وزیر زیاتوي: « داسې موارد هم شته چې کورنۍ د بېلابېلو عواملو له امله، خپل ماشومان د واکسین ځایونو ته نه راولي. همدارنګه په ځینو ښوونځیو او مدرسو کې ټیمونه محدود شوي او ځینې ملاامان د واکسین مخالفت کوي. کله نا کله د کليو مشران او مخور کسان هم د پولیو واکسین ملاتړ نه کوي.»

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ مثبتې پېښې صفر شوې دي، خو په کندهار، هلمند او پکتيکا کې لا هم په دې ويروس د ماشومانو اخته کېدو خطر شته دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist