Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/12

د امریکا، اسراییلو او ایران جګړه ۱۳ مې ورځې ته ننوته او لاهم دواړه لوري پر یو بل بریدونو ته ادامه ورکوي. د امريکا د جنګ وزير تازه ویلي، سې‌شنبه او چهارشنبه یې د شپې له مخې پر ایران تر ټولو سخت ویجاړونکي بریدونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، دغه بريدونو د کره معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او د پرمختللیو جنګي الوتکو په کارولو سره يې په کې د ايران حساس ځايونه بمبار کړي.

پیټ هېکسټ زیاته کړې: « نن یو ځل بیا په ایران کې د هوايي بریدونو سخته ورځ وه. په دې ورځ د نورو وختونو په پرتله، د پرمختللیو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر ټولو زیاتو جنګي الوتکو په کې برخه اخستې وه او تر ټولو زیاتې بمبارۍ په کې شوې دي.»

رویټرز خبري اژانس د پنټاګون له قوله ویلي، پر ایران د امریکا او اسراییلو په جګړه کې د ۸ امریکايي پوځيانو د وژل کېدو او شاوخوا ۱۰۸ نورو د ټپي کېدو خبرونه تایید شوي، خو یو شمېر نورو امریکايي رسنیو بیا د ټپي شویو امریکايي پوځيانو شمېر شاوخوا ۱۵۰تنه ياد کړی.

له دې سره هم‌مهاله، د ایران ولسمشر د زبرځواکو له خوا پر ایران پخوانیو جګړو ته په اشارې ویلي، یرغل کوونکي به له ماتې سره مخ شي او له هغه څه به یې پېښمانه کړي چې فکر یې کوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: « ایران ۶ زره کاله د تمدنونو وارث دی. د تاریخ په لوړو ژورو کې هېڅ ځواک نه دی توانېدلی چې دا ستر نوم له منځه یوسي او هغه څوک چې ټیټ فکر کوي، نو د ایران له تاریخ څخه يې څه نه دي زده‌کړي. ویجاړونکي راغلي او بېرته تللي، خو ایران پاتې دی.»

د مسعود پزشکیان ترڅنګ د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي بیا د زور له لارې د امریکا غوښتنو تحمیل ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې تهران به هېڅکله هغه غوښتنې ونه مني چې ملي حاکمیت او استقلال ته یې په کې خطر متوجه وي.

نوموړي د هرمز تنګي په اړه چې د نړيوالې انرژۍ د ټرانزيټ مهمه سمندري لار ده، د ټرمپ ګواښونو ته په غبرګون کې ویلي، دا تنګی به پر ايران د بريدونو تر دوامه تړلی وساتي.

علي لاریجاني ویلي: « د هرمز تنګی به یا د سولې او سوکالۍ په موخه د ټولو لپاره پرانستی وي او یا به د جنګ غوښتونکو پرمخ  تړلی وي.»

د ایران دولتي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د فيبروري له ۲۸مې راهیسې چې امریکا او اسراییلو پر ایران ناببره هوايي بریدونه پیل کړل، تر اوسه نږدې ۱۰ زره ملکي اهداف په نښه شوي او له ۱۳سوو زیاتو ملکیانو په کې ژوند بایللی او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ، اسراییلي چارواکو ویلي، د ایران په توغندیزو بریدونو کې تر دې دمه ۱۳ کسان وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist