Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/10

د ایران دولتي خبري اژانسونو راپور ورکړی چې مجتبی خامنه‌يي د دې هېواد نوی مذهبي مشر او د خپل پلار ایت‌الله سید علي خامنه‌يي ځای ناستی ټاکل شوی.

پر ايران د اسرایيلو او امريکا د بريد له پيل لږ وروسته چې د علي خامنه‌يي ژوند بایلل تایيد شول، داسې ګنګوسې خپرې شوې چې زوی يې مجتبی خامنه‌يي د هغه ځای ناستی انتخاب شوی، خو په ايران کې دا ستره پرېکړه د يک‌شنبې په ورځ رسما ً اعلان شوه.

مجتبی خامنه‌يي د ایران درېيم مذهبي مشر دی او لومړی هغه دی چې له خپل پلار څخه دا دنده ور پاتې کېږي.

نوموړی له ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا له بندیزونو سره مخ دی.

فاکس نیوز د امریکا ولسمشر له قوله ویلي، د ایران لپاره د نوي مذهبي مشر په توګه د مجتبی خامنه‌يي له ټاکل کېدو خوښ نه دی او نه هم ورته د منلو وړ دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي: « د ایت‌الله خامنه‌یي زوی مجتبی خامنه‌یي راته د منلو وړ نه‌ دی. موږ هلته داسې څوک غواړو چې ایران ته سوله او د خلکو ترمنځ همغږي راولي. هغه هسې وخت ضایع کوي او یو کمزروی کس دی. باید واضېح ووایم چې په ایران کې د راتلونکي مشر په ټاکلو کې زه باید ونډه ولرم؛ داسې لکه څنګه چې مې د وېنزوېلا مشر په ټاکلو کې رول درلود. باید د ایران نوی مشر زموږ تایید ترلاسه کړي. که داسې ونه شي، هغه به هم ډېر وخت ژوندی پاتې نه شي.»

ټرمپ له دې وړاندې ويلي وو چې غواړي شخصا د ايران مذهبي مشر په ټاکلو کې دخيل شي. د هغه په خبره، امریکا د ایران لپاره یو جلا او د دوی د تایید وړ مشرتابه غواړي.

د ایران نوي مذهبي مشر له ټاکل کېدو سره هم‌مهاله، د اسرایيلو پوځ په یوه خپاره کړي پیغام کې د ایران خبر ګانو جرګې(شورای خبرگان رهبری) ته ګواښ کړی چې که د نوي مشرتابه د ټاکلو لپاره راټول شي، برید به پرې وکړي.‌

د اسراییلو پوځ ویلي: « د ایران خبرګانو جرګه به چې لسیزې کېږي کومه غونډه یې نه ده کړې، ‌ژر په قم ښار کې راټوله شي. اسراییل به هر هغه کس چې ځای ناستی ټاکل کېږي او هر څوک چې د ځای ناستي په ټاکلو کې برخه اخلي، تعقیب کړي. موږ هغو ټولو کسانو ته چې د ځای ناستي د ټاکلو په ناسته کې د ګډون هوډ‌ لري، خبرداری ورکوو چې ستاسې په هدف ګرځولو کې به هم دوه زړه‌ نه شو.»

ځینې کتونکي په دې باور دي چې مجتبی خامنه يي هم ښايي د خپل پلار سخت دریځه تګلاره جاري وساتي؛ حال دا چې ځینې نور بیا په دې باور دي چې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې يې د کورنۍ د غړیو وژل کېدل ښايي هغه د لوېدیځ فشارونو ته د تسلیمېدو پر وړاندې لا سخت دریځی کړي.

د نړیوالو چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « ایران ته په اوسنیو حالاتو کې د تصمیم نیولو د یوه مرکز لرل ډېر مهم دي. که څه هم په دې خبره باندې بحثونه کېږي چې د تصمیم مرکز باید د پلار له مړینې وروسته په میراثي بڼه زوی ته نه وای انتقال شوی.»

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « د مجتبی پلار علي خامنه يي د امریکایانو له خوا د خپلو ګټو لپاره ووژل شو؛ که چېري مجتبی هم له لوېدیځ او په ځانګړې توګه امریکا سره توافق ونه کړي او د خپل پلار لاره تعقیب کړي، ښايي دی هم له صحنې حذف کړي.»

مجتبی حسیني خامنه‌يي په ایران کې د واک په هرم کې یو له خورا پټو او مرموزو څېرو شمېرل کېږي.

د خپل پلار علي خامنه يي برعکس، مجتبی په عامه ژوند کې خپل ځای په لویه کچه محدود ساتلی، نه یې کومه حکومتي دنده کړې، نه یې په ډاګه ویناوې خپرې شوې، نه یې هم له رسنیو سره مرکې کړې او په همدې اساس د نوموړي یوازې لږ شمېر عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې دي.

سره له دې، له کلونو راهیسې په نظام کې دننه د هغه د اغېز لرلو په اړه اوازې شته دي، ځکه هغه له خپل پلار سره د اړیکو یو له مهمو لارو و.

مجتبی حسیني خامنه‌يي د ۱۹۶۹ کال د سپټمبر په ۸مه په مشهد کې زیږېدلی او د اسلامي جمهوریت د ستر روحاني مشر علي خامنه‌يي دویم زوی او د هغه له شپږو بچیانو یو دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist