کابل ښاریان د توکو له لوړو بیو شکایت کوي او وایي، د ډالرو ارزښت د افغانۍ پر وړاندې را لویدلی،خو د توکو بیې د تېر په څېر لوړې دي.
دوی پر مسوولو ادارو نیوکه لري،چې پر بازار څار نه لري او هټۍ وال په خپل سر د خوراکي توکو بیې لوړوي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« بیې بیخي نه دې راښکته شوي. وړاندې ډالرو پورته ول، خو اوس چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه هم راښکته شوې، د توکو بیې نه دې راښکته شوي. له دولته مو غوښتنه داده،چې دې ته رسېدنه وکړي او د توکو بیې مهار کړي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د افغانیو پر وړاندې ډالرو بیه ښکته شوې، خو لاهم د توکو بیې نه دي راښکته شوي. کاروبار نه شته دی او بې کاري زیاته شوې.»
خو د عمده توکو پلورونکو ټولنې مسوولین بیا وايي، د توکو بیې په نړیوالو بازارونو کې لوړې شوي او افغانستان یې هم له اغیزو خوندي پاتی نه دی.