Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

کابل ښاریان: د روژې میاشتې پيل سره بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/04

کابل ښاریان د توکو له لوړو بیو شکایت کوي او وایي، د ډالرو ارزښت د افغانۍ پر وړاندې را لویدلی،خو د توکو بیې د تېر په څېر لوړې دي.

 دوی  پر مسوولو ادارو نیوکه لري،چې پر بازار څار نه لري او هټۍ وال په خپل سر  د خوراکي توکو بیې لوړوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« بیې بیخي نه دې راښکته شوي. وړاندې ډالرو پورته ول، خو اوس چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه هم راښکته شوې، د توکو بیې نه دې راښکته شوي. له دولته مو غوښتنه داده،چې دې ته  رسېدنه وکړي او د توکو بیې مهار کړي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د افغانیو پر وړاندې ډالرو بیه ښکته شوې، خو لاهم د توکو بیې نه دي راښکته شوي. کاروبار نه شته دی او بې کاري زیاته شوې.»

خو د عمده  توکو پلورونکو ټولنې  مسوولین بیا وايي، د توکو بیې په نړیوالو بازارونو کې لوړې شوي او افغانستان یې هم له اغیزو خوندي  پاتی نه دی.

د کابل ښار د عمده پلورونکو ټولنې مشر سیدکمال فرید ساپی وايي:« زموږ بازار په مزار شریف کې مالومېږي،چې ایا توپیر په کې راغلی او که نه. همدا شان د غوړیو بیې په مالیزیا کې پورته شوي دي. د بورې بیه لوړې شوې، د حبوباتو بیې لوړې شوي، متاسفانه اوړو بیې لوړې شوي دي. زموږ بیې له نړیوالو بیو او ډالرو پورې تړلی دی،چې اوس مهال نړیوالې بیې لوړې دي،ترڅو پورې بیې نه دې راښکته شوي. »

یو شمیر بیا نیوکه کوي،چي افغان سوداګر د نړیوالو بازارونو پر اساس د خوراکي توکو بیې لوړوي،خو که نړیوال بازارونه راکښته هم شي،په افغانستان کې بیا هم د خوراکي توکو بیې  لوړې وي.

افغان سوداګر یوسف مومند وايي:«  متاسفانه یو څه باید ووایم، کله چې په نړیوالو بازارونو کې توکو بیې راښکته کېږي، یو شمېر سوداګر، هغه ته نه ګوري. خو نړیوال بازار کې د توکو بیې لوړې شي، دوی ژر د خپلو توکو بیې لوړوي. کله چې په نړیوال بازار کې د توکو بیې ښکته کېږي،نو دوی هم باید د توکو بیې ښکته کړي. اوسنی دولت باید دا بیې کنترول کړي.» 

د  اقتصادي چارو شنونکي بیا د روان وضعیت کابو کولو لپاره پر بازارونو څار مهم بولي او په خبره یې تر اوسه پورې اړوند ادارې نه دي توانیدلي،چې په بازارونو کې د احتکار او خپلسریو مخنیوی وکړي.

وړاندې د کابل ښاروالی ویلي  ول،چي د کابل هټۍ والو ته یې نرخنامې ورکړي،خو ښاریان وايي، پلورونکي د نرخنامو پر اساس پلور نه کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist