Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند؛ مودي بیا راتلونکو ټاکنو کې نوماند دی

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/02

نریندرا مودي د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتو والی نیسي.

مودي وايي، د هغوی پر ګوند ټول هندي ولس باور لري او د هیواد دننه او د سیمې په کچه یې د ټولو سره ښې اړیکې ساتلې دي.

مودي په ۲۰۱۴ کال کې واک ته ورسید او د یوې دورې له پای ته رسولو وروسته یو ځل بیا ټاکنو ته ودریږي.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا ټاکنو ته ودریږي.

 د نریندرا مودي ګوند بارتیا جاناتا چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په واک کې دی، سږ کال د بیا ټاکنو لپاره چمتو والی نیسي.

مودي وايي ډاډه دی چې دا ځل ټاکنې به هم وګټي او د شاتګ پر ځای به پرمختګ وکړي.

د هند  لومړی وزیر نریندرا مودي وویل، ((تر اوسه داسې کوم لامل نشته چې موږ له ماتې سره مخ کړي یا مو شاتګ ته اړ کړي، موږ ډاډه یو چې مخکې به ځو، په ۲۰۱۹ کال کې، هغه ګوند چې خلک ورسره تړلي دي او خلک پرې باور لري، هغه زموږ ګوند دی.))

یوازینی اپوزیسیون چې اوس مهال د مودي له ګوند سره سیالي کوي، د کانګرس ګوند دی چې د ټول هیواد په کچه ډير پلویان لري.

د هند لومړی وزیر وايي له هیواده بهر د سیمې په کچه هم ورته د اړیکو پراختیا مهمه ده.

نریندرا مودي له واک ته رسیدو وروسته په هند کې ډیر ستر بدلونونه راوړل.

 هغه د تورو پیسو د مخنیوي په موخه د زرو او ۵۰۰ بانک نوټونه له منځه یوړل او د پاک هند ملي کمپاین یې پیل کړ چې ټول هندي ولس یې ملاتړ وکړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist