Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

په مزار شریف کې د خطاطۍ او انځورګرۍ درې ورځنی نندارتون چې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ پرانستل شوی، په کې شاوخوا ۱۴۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نندارتون جوړونکي وايي، دا ډول هنري نندارتونونه د ځوانو استعدادونو د ودې لپاره مهم دي.

د بلخ خطاطانو ټولنې مشر روح الله رحیمي وايي: « له نېکه مرغه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ مو وکولی شو ل خپله ټولنه پر پښو ودروو. لکه څرنګه چې تاسو وینئ، د ټولنې د بیارغونې په ویاړ نندارتون هم جوړ شوی او په کې شاوخوا ۱۴۰ آثار نندارې ته اېښودل شوي دي.»

په دې نندارتون کې په ښکلي خط د قرآني آیتونو لیکل شویو لوحو، د جوماتونو او تاریخي ودانیو انځورونو، د بلخ طبیعي منظرو او معاصرو مفهومي آثارو، د لیدونکو پام ځان ته اړولی.

 ځینې هنرمندان وایي، هڅه یې کړې د دودیز هنر ترڅنګ، نوې بڼې هم و ازمويي او خپل پیغام د رنګ او کرښې له لارې ټولنې ته وړاندې کړي.

خطاط اقبال ادیب وايي: « زموږ هیله او هڅه دا ده چې دا خپل هنر خلکو ته معرفي کړو، ترڅو نسل په نسل او لاس په لاس تر نورو نسلونو ادامه پيدا کړي. تاسو پوهېږئ چې بلخ تل د ادیبانو او عارفانو  ټاټوبی پاتې شوی او موږ هڅه کوو د بلخ دغه تاریخي نوم او ویاړ ژوندی وساتو.»

انځورګر(نقاش) نوید ثاقب وايي: « دا چې موږ په مزارشریف کې له دې وړاندې ټولنه یا انجمن نه درلود او په دې تړاو نندارتونونه هم نه جوړېدل، پرېکړه وشوه چې دا ډول نندارتون جوړ شي او له دې وروسته به هرکله جوړېږي.»

بله خوا، د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هنر د هنرمندانو او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو وسیله بولي او وايي، دا ډول پروګرامونه ځوان نسل هنر ته هڅوي او د فرهنګي ارزښتونو ساتنې احساس پیاوړی کولی شي.

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمودالله ضرار وايي: « دا ښه ابتکارات دي، موږ یې ستاینه کوو او پوره ډاډ ورکوو  چې همکاري به یې کوو. دا برخه کولی شي ځوانان تشویق کړي. موږ به هر هغه برخه کې له دوی سره همکار پاتې شو چې اړتیا یې وي.»

د معلوماتو له مخې، سږکال بلخ ولایت کې دا د هنري آثارو لومړی نندارتون دی چې جوړېږي او ټاکل شوې درې ورځې دوام ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist