د هرات اوسني ښار په زړه کې د دې ولایت هغه زوړ او لرغونی ښار پروت دی چې د خټو دېوالونه او پېچل شوې کوڅې یې لا هم د درې زره کلونو تاریخ هر کتونکي او تېرېدونکي ته وریادوي.
د هرات زوړ ښار یو وخت د سوداګرۍ پرمخ تللی مرکز و، خو نن یې زړې هټۍ او ګنبدي چتونه د نسکورېدو په حال کې دي.
د هرات اوسېدونکی سید رسول د دې ښار د تاریخ په اړه وايي: « د دې ښار تاریخ له زرو کالو پورته دی. زه خپله د دې زاړه ښار اوسېدونکی یم، خو اوس په کې څه نه دي پاتې.»
د هرات اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي: « ډېر کاله مخکې د دې ارګ شاوخوا خندق و، دومره لوی خندق چې پنځه متره ژور او پنځه متره یې سور درلود. هغه مهال هېڅوک د ارګ داخل ته نه شو ورتللی. د دې ودانۍ له جوړولو ۳۰۰۰ کاله تېر دي.»
پخوا په دې زاړه ښار کې ډېر سوداګریز مرکزونه او کاروان سرایونه ودان وو، خو اوس یوازې د ګوتو په شمېر هغه پاتې دي.
د دغو لرغونو کاروان سرایونو له ډلې یو کاروان سرای ۱۷۰ کاله وړاندې جوړ شوی او ۴۰ بابه درې پوړیز دوکانونه لري. هغه مهال مسلمانانو، یهودیانو او هندوانو په ګډه په دې مرکز کې سوداګري کوله؛ حال دا چې اوس په یوه لرغوني ځای بدل شوی او یوازې ۵ د خیاطۍ دوکانونه په کې فعالیت لري.
د هرات اوسېدونکی محمد وايي: « ما اورېدلي چې زموږ په ښار کې یهودان اوسېدل. د هرات زاړه بازار یوې خواته عسویان او بلې خواته یهودان پراته وو. دې خلکو دلته کاروبار درلود، تجارت او معاملات یې لرل.»
د هرات اوسېدونکی سید ناصر وايي: « څومره چې زما په یاد دي، د دې ودانۍ یا مختاز زاده کاروان سرای لومړي پوړ کې خپله د هرات تاجران وو. یو وخت همدې کاروان سرای هر طرف ته لارې لرلې.»
په ورته مهال، د هرات سیمهییز چارواکي د زاړه ښار د لرغونې بڼې ساتنې ډاډ ورکوي او وایي، په دې سیمه کې هېچا ته د عصري ودانیو جوړولو اجازه نه ورکوي.
د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل وايي: « د ښار د بیارغونې او بهسازۍ په پلان کې د هرات پخوانی او زوړ ښار او دغه راز اړوند ځایونه محفوظ پاتې دي. هغه نقشه چې د هرات ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو آمریت سره په همغږۍ پلې کېږي.»
د هرات دا زوړ ښار د تاریخ پوهانو د څېړنو له مخې، شاوخوا درې زره کاله تاریخ لري. د هرات زوړ ښار د هخامنشیانو په دوره کې د هریوا په نوم یادېده او د ساسانیانو، غزنویانو، سلجوقیانو، تیموریانو او صفویانو دوره کې د فرهنګ، تمدن او سوداګرۍ ستر مرکز پاتې شوی.