Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/23

فرانس پرېس خبري اژانس ته د امريکا بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي منلې چې په قطر کې امريکا ته د تګ لپاره منتظرو افغانانو په اړه تازه پرېکړه شوې.

په دې پرېکړه کې له يادو افغانانو غوښتل شوي چې یا خپل هېواد(افغانستان) ته ستانه شي او يا هم افریقايي هېواد کانګو ته استول کېږي.

له دې وړاندې يادو افغانانو ويلي و چې قطر کې د امريکا پر اهدافو د ايران بريدونو له امله يې په کمپونو کې له ويرې ډک وضعيت تېر کړی.

د امريکا دا تازه پرېکړه د افغان کډوالو د مدافع بنسټونو له لوري سخته ننګول شوې.

د افغانانو د تخلیې پروګرام(افغان ایواک) مشر شان وان ډیور ویلي: « په دې ۱۱۰۰ کسانو کې ۴۰۰ ماشومان او هغه ژباړونکي هم شامل دي چې له امریکایي ځواکونو سره يې خدمت کړی. اوس د امریکا متحده ایالاتو له خوا کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته لېږدول کېږي،  داسې یو هېواد چې خپله له بشري ناورین سره مخ دی.»

د امریکا متحده ایالتونو کانګرېس ځينې غړي هم د امريکا پر دې پرېکړې نيوکې کوي او زياتوي چې په قطر کې امريکا ته د لېږد په تمه له اوږدې مودې منتظرو افغانانو په تړاو شوې پرېکړه غير عادلانه ده، حال دا چې له امريکايي ځواکونو سره د کاري مخینې لرلو له امله بايد موده وړادې انتقال شوي وای.

د امریکا استازو جرګې غړي ټیم ګاین ویلي: « موږ مکلفیت لرو چې خپلې ژمنې تعقیب کړو. له خپلو ژمنو په شا کېدل به مو له نورو سره ملګرتیا رامنځته کول ستونزمن کړي. موږ ملګرتیا ته په راتلونکي کې د خپل ملي امنیت د پرمختګ لپاره اړتیا لرو.»

له بلې خوا، سویډن هم منلې چې په جرمونو کې ښکېلو افغانانو د اخراجولو لپاره د اسلامي امارت له پلاوي سره تخنيکي خبرې کوي. د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دا خبرې له را روان اوړي مخکې بروکسېل ته د اسلامي امارت د یوه پلاوي له سفر وروسته وشي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر جوهان فورسل ویلي: « هغه خلک چې سویډن کې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي او یا د سویډن امنیت ته ګواښ پېښوي، له هېواده د هغوی اخراجول زما له لومړیتوبونو څخه دي.»

هم‌مهاله، د ملکرملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ له اروپا څخه د ځينو افغانانو پر احتمالي اخراج اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دغه کار به په افغانستان کې بشري ستونزې لا پسې زیاتې کړې.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرزاق عدیل وايي: « د سویډن اقدام په اروپا کې د کونسلي یخ ماتولو اقدام و. همدارنګه امریکا هم د توندو سیاسي بیانیو له خپرولو سربېره، په استخباراتي او تخنیکي برخو کې دغو خبرو ته اړتیا لري. احتمال شته چې په راتلونکي کې کانګو ته د انتقال په شان غیر عملي طرحو په ځای، د تفاهم له لارې خپل هېواد ته د افغانانو د ورګرځولو مکانېزمونه رامنځته شي.»

دا هرڅه داسې مهال دي چې له پاکستان او ايران څخه په جبري توګه د افغانانو اخراج دوام لري او د دې ترڅنګ، له ترکيې او جرمني هم څو ډلې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

په دې کسانو ډېری هغو په کوربه هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او له همدې امله يې يادو هېوادونو د بېرته ستنولو پرېکړه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026
کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پيل شو
افغانستان

عمري: افغانستان به دوه کاله وروسته د کرنیزو محصولاتو صادراتي هېواد وي

اپریل 23, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist