Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/10

د هرات اوسني ښار په زړه کې د دې ولایت هغه زوړ او لرغونی ښار پروت دی چې د خټو دېوالونه او پېچل شوې کوڅې یې لا هم د درې زره کلونو تاریخ هر کتونکي او تېرېدونکي ته وریادوي.

د هرات زوړ ښار یو وخت د سوداګرۍ پرمخ تللی مرکز و، خو نن یې زړې هټۍ او ګنبدي چتونه د نسکورېدو په حال کې دي.

د هرات اوسېدونکی سید رسول د دې ښار د تاریخ په اړه وايي: « د دې ښار تاریخ له زرو کالو پورته دی. زه خپله د دې زاړه ښار اوسېدونکی یم، خو اوس په کې څه نه دي پاتې.»

د هرات اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي: « ډېر کاله مخکې د دې ارګ شاوخوا خندق و، دومره لوی خندق چې پنځه متره ژور او پنځه متره یې سور درلود. هغه مهال هېڅوک د ارګ داخل ته نه شو ورتللی. د دې ودانۍ له جوړولو ۳۰۰۰ کاله تېر دي.»
پخوا  په دې زاړه ښار کې ډېر سوداګریز مرکزونه او کاروان سرایونه ودان وو، خو اوس یوازې د ګوتو په  شمېر هغه پاتې دي. 

د دغو لرغونو کاروان سرایونو له ډلې یو کاروان سرای ۱۷۰ کاله وړاندې جوړ شوی او ۴۰ بابه درې پوړیز دوکانونه لري. هغه مهال مسلمانانو، یهودیانو او هندوانو په ګډه په دې مرکز کې سوداګري کوله؛ حال دا چې اوس په یوه لرغوني ځای بدل شوی او یوازې ۵ د خیاطۍ دوکانونه په کې فعالیت لري.

 د هرات اوسېدونکی محمد وايي: « ما اورېدلي چې زموږ په ښار کې یهودان اوسېدل. د هرات زاړه بازار یوې خواته عسویان او بلې خواته یهودان پراته وو. دې خلکو دلته کاروبار درلود، تجارت او معاملات یې لرل.»
د هرات اوسېدونکی  سید ناصر  وايي: « څومره چې زما په یاد دي، د دې ودانۍ یا مختاز زاده کاروان سرای لومړي پوړ کې خپله د هرات تاجران وو. یو وخت همدې کاروان سرای هر طرف ته لارې لرلې.»

په ورته مهال، د هرات سیمه‌ییز چارواکي د زاړه ښار د لرغونې بڼې ساتنې ډاډ ورکوي او وایي، په دې سیمه کې هېچا ته د عصري ودانیو جوړولو اجازه نه ورکوي.

د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل وايي: « د ښار د بیارغونې او بهسازۍ په پلان کې د هرات پخوانی او زوړ ښار او دغه راز  اړوند ځایونه محفوظ پاتې دي. هغه نقشه چې د هرات ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو آمریت سره په همغږۍ پلې کېږي.»

د هرات دا زوړ ښار د تاریخ پوهانو د څېړنو له مخې، شاوخوا درې زره کاله تاریخ لري. د هرات زوړ ښار د هخامنشیانو په دوره کې د هریوا په نوم یادېده او د ساسانیانو، غزنویانو، سلجوقیانو، تیموریانو او صفویانو دوره کې د فرهنګ، تمدن او سوداګرۍ ستر مرکز پاتې شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist