Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پر حکومت د فضل الرحمن نیوکه؛ له افغانستانه یو انار نه شي را تېرېدلی، نو ترهګر څنګه را تېرېږي

د پاکستان پر حکومت د فضل الرحمن نیوکه؛ له افغانستانه یو انار نه شي را تېرېدلی، نو ترهګر څنګه را تېرېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/10

د پاکستان جمعیت علمای‌ اسلام ګوند مشر د حکومت او پوځ پر پالیسیو د نیوکو په دوام، د ډیورند فرضي کرښې له دې غاړې د يادې کرښې پورې غاړې ته د وسله ‌والو اووښتو په تړاو د پاکستاني چارواکو تورونه او ادعاوې ننګولې دي.

مولانا فضل‌الرحمن تازه په راولپنډۍ کې یوې غونډې ته د تعجب په بڼه ویلي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه پاکستان ته د سوداګریزو توکو او مېوو پر لېږد بندیز لګول شوی، څنګه امکان لري چې وسله ‌وال دې ترې ورواوړي؟

د پاکستان جمعیت علما‌ی اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي: « دوی وايي پاکستان ته له دې هېواد څخه ترهګر را اوړي. ښه! که راځي خو ویې دروئ او ویې وژنئ. هغوی خو درنه په دې اړه کومه ګیله نه ده کړې. ډېره عجیبه خبره خو دا ده چې د افغانستان یو انار پاکستان ته نه شي را اړول کېدی، له افغانستان څخه میوې نه شي راتلی؛ خو ترهګر راتلای شي!؟»

مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان بهرنۍ پالیسۍ په بشپړ ډول ناکامه بللې او وايي، هلته واکمن سټبلشمنټ نه یوازې له افغانستان بلکې له هند، چین او ایران سره هم ښې اړیکې نه لري او ټول ترې ناراضه او په جنګ دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان حکومت هم ځکه ناکام بللی چې په خبره يې، هر جنرال د ځان په خوښه پالیسي ترتیبوي او په خپلو کې یې د نه همغږۍ او اختلاف له کبله وژنې د پاکستان زړه اسلام‌اباد ته رسېدلې دي.

مولانا فضل‌الرحمن په دې اړه ویلي: « له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې له خیبرپښتونخوا نیولې تر بلوچستان پورې وینې بهېږي. زما پوښتنه دا ده چې ولې هلته وینه بهېدنه نه دریږي؟ څوک پالیسۍ جوړوي؟ یو جنرال راځي وايي، مذاکرات او روغه جوړه کوو، بل وايي نه؛ جنګېږو. هغه پالیسي باید یوه وي چې هېوادونه پرې څرخي. که سبا کوم بل جنرال راشي، بیا به بیا پالیسۍ بدله وي. حکومت خو دلته بیخي موجود دی نه.»

فضل الرحمن دغه راز زياته کړې، پاکستاني چارواکي د ښو او مظلومانه ویناوو ترشا خپلې ناکامۍ پټوي او غواړي په دې سره ملت تېر باسي.

د هغه په ټکو، دا هېواد په افغانستان کې له شاهي دورې نیولې تر دننه پورې له هېڅ حکومت سره جوړ نه دی راغلی او په یوه او بله پلمه ورسره مخالفت کوي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وایي: « دا څرګندونې تر ډېره واقعیت لري. مولانا د پاکستان یو بانفوذه مذهبي او سیاسي شخصیت دی او ښکاره خبره ده چې په دې اړه سیاسي دریځ یې د اپوزیسیون حیثیت لري.»       

د چارو شنونکي وايي، د پاکستان ملي او نړیوال مشروعیت د ولس ضد پالیسیو له وجې تر پوښتنې لاندې دی او له همدې امله هڅه کوي خپلې کمزورۍ او ضعفونه وپوښي او ګاونډیان په کې دخیل وګڼي.

د دوی په باور، پاکستان د خپلو ادعاوو برعکس د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې او ناسمې پالیسۍ مخته وړي او دا مهال د خپل شیندلي تخم کرلی فصل رېبي.

د پوځي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « دا پاکستان دی چې له جوړېدو راهیسې د ګاونډیانو په چارو کې لاسوهنه کوي، ترهګر استوي او هلته حکومتونه پرځوي؛ خو اوس د خپلو کړنو نتیجه ګوري. هر هغو چې کورنی سیاست اسلامي، انساني او جمهوري حالت ته را ونه ګرځي، پاکستان به له دې ستونزو سره مخامخ وي او کله به هم مهار نه شي.»      

د پاکستان سیاسیون داسې مهال له افغانستان او نورو ګاونډیانو سره د پاکستان د حکومت او پوځ پر پالیسیو او سیاستونو نیوکې کوي چې له دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو په پرله پسې توګه هلته روان امنیتي وضعیت د دې هېواد کورنۍ ستونزه بللې او وايي، افغانستان او افغانان په کې ښکېل نه دي.

همدا تېره، يک‌شنبه د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په ګډون د ملي دفاع وزارت او ګڼو نورو ادارو چارواکو د ملي اردو افسرانو په فراغتغونډه کې په دې ټینګار درلود چې افغانستان د هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو د بل هېڅ هېواد تعرض او ګونڅنډنو ته هم لاس تر زنې نه کېني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist