Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/04

د امریکا پخوانی ډېپلوماټ په پاکستان کې روان وضعیت ته په کتو سپارښتنه کوي چې د دې هېواد حکومت باید د کارپوهانو د یوې ډلې په وسیله حالات تحلیل او د هغوی د سپارښتنو له مخې چلن وکړي.

د امریکا پخوانی ډېپلوماټ او د افغانستان لپاره د دې هېواد پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د پلوڅو ازادي غوښتونکو خونړیو بریدونو او د پوځ عملیاتو ته په کتو، د بلوچستان وضعیت د اندېښنې وړ او بوږنونکی بللی.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د خیبرپښتونخواه ناورین ځپلی وضعیت او د عمران خان د زنداني کولو او بیا په انزوا کې ساتلو مسایلو ته په اشارې لیکلي، د دې هېواد حکومت هېڅ راز نرمښت نه لري او همدا لامل دی چې په دې هېواد کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړي له دې وړاندې هم د موجوده ستونزو او ننګونو د حل لپاره د پاکستان حکومت ته ځینې سپارښتنې کړې وې.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: « په بلوچستان کې د بلوڅو ازادي غوښتونکو مرګونو بریدونو او د پوځ عملیاتو ته په کتو،  وضعیت د انديښنې وړ او دردونکی دی. دغه راز، خیبرپښتونخوا هم په ناورین کې ده او د دې هېواد منلی سیاسي مشر عمران خان لا هم په زندان کې په یوازیتوب کې ساتل کېږي. د پاکستان حکومت سخت دی او په خپل چلن کې هېڅ راز نرمښت نه لري. په داسې حال کې چې حکومت د دې چلن په خپلولو سره ځان کندې ته اچوي. په کار ده چې د دې هېواد حکومت د کارپوهانو یو غښتلی ټیم جوړ او کورني بحرانونه تحلیل کړي او د موجوده ستونزو د حل لپاره د دوی له خوا په وړاندې شویو سپارښتنو عمل وکړي.»

پاکستاني حکومت تر اوسه د خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. د خلیلزاد له خوا دا سپارښتنې داسې مهال کېږي چې تر دې مخکې د پاکستان بېلابېلو سیاسي ګوندونو هم په دې هېواد کې مخ په زیاتېدونکی ستونزې د اسلام اباد د ناسمو پالیسیو زېږنده بللې دي او د هغو د بدلولو غوښتنه یې کړې.

سیاسي شنونکي هم د پاکستاني سیاستوالو او خلیلزاد څرګندونو ته په اشارې وايي، د پاکستان حکومت د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې ناسمه رویه خپله کړې او له امله یې دا هېواد ورځ تر بلې له زیاتو ننګونو سره مخ کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: «  زما نظر دا دی چې پاکستان باید اوس په خپلو پالیسیو کې تغییرات راولي او که چېرې دا کار ونه کړي، لرې نه ده چې پاکستان ته نور هم سردرد او ننګونې را پیدا شي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې وړاندې هم  په پاکستان کې روان امنیتي وضعیت د دې هېواد د نظام د پایښت لپاره جدي ګواښ بللی و. د هغه په خبره، که همداسې ادامه ولري، ښايي د دې هېواد د وېش سبب هم وګرځي.

ځینې کارپوهان بیا وایي، اسلام ‌اباد له څو لسیزو راهیسې له پښتنو او بلوڅانو سره د بې عدالتۍ ترڅنګ له تاوتریخوالي ډک چلن کوي او اوسنی وضعیت یې د دې هېواد د امنیتي ادارو د ناسم چلن زېږنده بللی.  

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « د پاکستان لپاره د خلیلزاد سپارښتې په ځای دی او باید ټول تحلیلګران، سیاستوال او هغه کادرونه چې د دې هېواد ملي سټراټیژۍ جوړوي، باید سره راټول شي او پاکستان له اوسنیو ناخوالو څخه را وباسي.»

د شنونکو له خوا د پاکستان د اوسني حالت په لاملونو دا بحث داسې مهال کېږي چې د دې هېواد حکومت او پوځ لا هم د زور ژبه کاروي او لا هم غواړي د پوځي عملیاتو له لارې د ستونزو حل ولټوي.

د کتونکو په وینا، که چیرې د پاکستان حکومت د زور په کارولو سره د ستونزو د حل هڅو ته دوام ورکړي، ښايي دا هېواد د سیاسي، امنیتي او اقتصادي بې ثباتۍ په یوه داسې ګرداب کې ډوب شي چې بیا به ترې راوتل ممکن نه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist