Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/29

رویټرز په یوه څېړنیز راپور کې موندلې چې د امریکا کډوالۍ برخې چارواکو د تاوتریخوالي د هغو شپږو پېښو په اړه ناسم معلومات ورکړي چې له یوې میاشتې راهیسې په دې هېواد کې پېښې شوې دي.

په راپور کې راغلي، د ټرمپ ادارې له حقایقو وړاندې د ښکېلو امنیتي کارکوونکو دفاع کړې او یو شمېر په نښه شوي ملکي وګړي یې پر ترهګرۍ تورن کړي.

رویټرز د خپلو معلوماتو له مخې زیاته کړې، په مینیا پولیس ښار کې د کډوالۍ فډرالې ادارې امنیتي ځواکونو له خوا د ریني نیکول ګوډ او الېکس پرېټي ملکي وګړو د وژنو پرمهال ثبت شوې ویډیوګانې او راټول شوي معلومات دا ښکاره کوي چې دا کسان په کوم جرم کې له ښکېلتیا پرته په نښه شوي.

د رویټرز راپور په یوه برخه کې راغلي: « د کډوالۍ فډرالي ادارې له خوا په مینیا پولیس ښار کې د حقایقو له څېړنې وړاندې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه وضاحتونه دا څرګندوي چې د دې ادارې پر پلټنو باور را کم شي او هغه شکونه او پوښتنې هم رامنځته کړي چې په رښتیا هم دوی د واقعیتونو پلټنه کوي که نه؟»

په دې موندنو کې د تاوتریخوالي وروستي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د الېکس پرېټي په نوم یو نرس د د کډوالۍ فډرالې اداري امنیتي ځواکونو د روانې اوونۍ په یکشنبې ورځ په مینیا پولیس ښار کې د وسلې لرلو په  تور وواژه، خو په خپرو شویو ویډیوګانو کې له نوموړي سره د وسلې پرځای یوازې ځیرک مبایل لیدل کېږي.

د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د دې هېواد کورني امنیت وزارت ویاند له رویټرز سره په همدې خپور شوي راپور کې منلې چې د ټرمپ اداره د حقایقو پر وړاندې بې پروايي ساتي او هڅه کوي وضعیت د خپلو غوښتنو پر بنسټ کنټرول کړي.

د امریکا کورني امنیت وزارت پخوانی ویاند ډېویډ لاین رویټرز ته ویلي: « دوی له لومړیو د کیسې د کنټرول هڅه کوي، خو کله چې ناسم ثابت شي، د حقایقو پروا نه ساتي.»

د راپورونو له مخې، له دې پېښو سره سم چې لا یې د څېړنو په اړه وروستي جزییات نه دي په ډاګه شوي، د میني سوټا ایالت په یوې ولسي ناسته کې د دې هېواد د کانګرېس ډیموکراټ ګوند استازې الهان عمر پرمخ د یو کس له لوري بدبویه مواد شیندل شوي.

راپورونه څرګندوي، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې نوموړې د خبرو پرمهال د امریکا کورني امنیت د وزیرې کرېسټي نوم د استعفا او استیضاح غوښتنه وکړه او هم یې په میني سوټا کې د کډوالۍ پر وړاندې د فډرالي ادارې روان پوځي عملیات وغندل.

د کانګرېس ډیموکراټ ګوند استازې الهان عمر ویلي: « د ټرمپ نږدې متحده او د کورني امنیت وزیره کرېسټي نوم باید استعفا ورکړي او یا استیضاح سره مخ شي.»

په متحده ایالاتو کې د کډوالو پر وړاندې د ټرمپ ادارې سختو پالیسو تعقیب، د دې هېواد د سیاسي ګوندونو او ایالتي چارواکو له خوا له جدي مخالفتونو سره مخ شوي، خو د سپینې ماڼۍ مسوولین او د کډوالۍ فډرالي ادارې چارواکي دا بهیر د متحده ایالاتو ثبات ته مهمه اړتیا ګڼي. رویټرز ته د دې هېواد کورني امنیت وزارت مسوولینو د ټولو تاوتریخوالو پړه پر هغو کسانو اچولې چې د دې پېښو پر وړاندې یې د ټرمپ ادارې له فعالیتونو سره مخالفت ښودلی.

د کورني امنیت وزارت ویاندې ټرېشیا مک لافلن ویلي: « موږ د لوړې کچې همغږی کوونکی کمپاین ګورو چې د پلي کوونکو پر وړاندې روان دی او موږ به امریکایانو ته د پېښو دقیق معلومات ورکړو.»

د راپورونو له مخې، د امریکا میني سوټا، شیکاګو او تکزاس ایالتي محکمو د کډوالۍ فډرالي ادارې د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو پېښو څېړنې پیل کړې دي او تر ډېره یې هغه معلومات ناسم یاد کړي چې د ټرمپ ادارې له خوا وړاندې شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist