بنګلدیش کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچوونه دوام لري.
راپورونه وايي، په دې ټاکنو کې یوازې ۱۰۴ میلیون کسانو ځان راجستر کړی دی.
د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې ګوند ډيره تمه لري چې د دریم ځل لپاره به یو ځل بیا دا ټاکنې وګټي.
بنګلدیش کې د نوي حکومت لپاره په ټول هیواد کې رای اچوونه پیل شوې ده.
په دغو ټاکنو کې یوازې ۱۰۴ میلیون کسانو ځانونه راجستر کړي چې په ځينو سیمو کې یې رای شمیرنه پیل شوې ده.
په پام کې ده چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه عوامي ګوند د دریم ځل لپاره دغه ټاکنې وګټي.
شیخ حسېنې چې هم پدې ټاکنو کې برخه اخیستې وه خپلو ګټلو ته ډیره تمه لري.
د بنګلدیش نومانده لومړۍ وزیره شیخ حسینه ((زه ډاډه یم چې کښتۍ به یې ګټي، چې کښتۍ زموږ د ګوند نښه ده. بنګلدیش به یې ګټي او زموږ ګوند به یې وګټي.))
هغو سیمو کې چې رای اچونه پای ته رسیدلې، د رای شمیرنې لپاره صندوقونه لیږدول کیږي.
د رای شمیرنې چارواکي وايي، د رایو صندوقونو د انتقال لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.