که څه هم خوست کې هر کال د ګازرو پرېمانه حاصلات ترلاسه کېږي، خو ځایي کروندګر وایي، لا هم د دې محصول د پروسېس په برخه کې هېڅ ډول اسانتیا نه ده رامنځته شوې.
د ګروندګرو په خبره، که د ګازرو پروسېس لپاره فابریکې فعالې شي، نو د بزګرانو له اقتصادي پیاوړتیا سربېره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د کرنیزو چارو کارپوه سیدالله خالد وايي: « که هېواد کې دننه فابریکې جوړې شي او له بزګرانونو څخه د ګازرو حاصل راټول او پروسېس شي، هم به ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به د بزګرانو عواید زیات شي. همدارنګه افغانستان به د هغو محصولاتو له پلوه هم ځان بسیا شي چې له ګازرو تولیدېږي.»
اخوا یو شمېر کروندګر زیاتوي چې دا مهال له ګازرو څخه جوړ بېلابېل خوراکي توکي له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته واردیږي، خو که همدا توکي په کور دننه تولید او پروسېس شي، نو ورسره به د وارداتو اړتیا کمه او د کورني تولید اړتیا پیاوړې شي.
کروندګر فضل محمد وايي: « که فابریکې راشي، موږ ورته ډېره لېواله یو، موږ به نور هم پټي وکرو او فابریکو ته بې ورکړو.»
کروندګر امیر الله وايي: « له بزګرانو سره دا وس نه شته چې خپله یې پروسېس کړي یا پانګونه وکړي. موږ له دولت او پانګوالو غوښتنه کوو چې زموږ د کازرو پروسېس لپاره فابریکې جوړې کړي، ترڅو دا په سمه بیه خرڅ شي.»
کروندګر رحمت ولي وايي: « اوس زموږ د ګازور بیه ډېره ټیټه ده، زموږ لګښتونه او ستړیاوې نه پوره کوي.»
بل پلو، د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، له کروندګرو سره یې دې برخه کې د اصلاح شويو تخمونو، تخنیکي لارښوونو او نورو برخو کې همکاري کړې او هڅه کوي دا ملاتړ لا پراخ کړي.
د خوست کرنې او مالدارۍ رییس شېر محمد ذبیح وايي: « موږ په مختلفو برخو کې دوی ته عامه پوهاوی ورکړی، همدارنګه د ګازو د کرکیلې په اړه مو هم دوی ته تخمونه او معلومات ورکړي او په هغو برخو کې مو همکاري کړې چې د دوی اړتیا ده.»
د خوست ولایت د مرکز ترڅنګ په تڼیو، ګربزو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ګازرو پراخه کرکیله کېږي چې حاصلات یې د هېواد ګڼو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي؛ خو لا هم ترې د صنعتي تولید په برخه کې کوم عملي ګام نه دی پورته شوی.