Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوستي کروندګر د ګازرو  پروسېس برخه کې د فابریکو غوښتنه کوي

خوستي کروندګر د ګازرو  پروسېس برخه کې د فابریکو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

که څه هم  خوست کې هر کال د ګازرو پرېمانه حاصلات ترلاسه کېږي، خو ځایي کروندګر وایي، لا هم د دې محصول د پروسېس  په برخه کې هېڅ ډول اسانتیا نه ده رامنځته شوې.

د ګروندګرو په خبره، که د ګازرو پروسېس لپاره فابریکې فعالې شي، نو د بزګرانو له اقتصادي پیاوړتیا سربېره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د کرنیزو چارو کارپوه سیدالله خالد وايي: « که هېواد کې دننه فابریکې جوړې شي او له بزګرانونو څخه د ګازرو حاصل راټول او پروسېس شي، هم به ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به د بزګرانو عواید زیات شي. همدارنګه افغانستان به د هغو محصولاتو له پلوه هم ځان بسیا شي چې له ګازرو تولیدېږي.»

اخوا یو شمېر کروندګر زیاتوي چې دا مهال له ګازرو  څخه جوړ بېلابېل خوراکي توکي له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته واردیږي، خو که همدا توکي په کور دننه تولید او پروسېس شي، نو ورسره به د وارداتو اړتیا کمه او د کورني تولید اړتیا پیاوړې شي.

کروندګر فضل محمد وايي: « که فابریکې راشي، موږ ورته ډېره لېواله یو، موږ به نور هم پټي وکرو او فابریکو ته بې ورکړو.»

کروندګر امیر الله وايي: « له بزګرانو سره دا وس نه شته چې خپله یې پروسېس کړي یا پانګونه وکړي. موږ له دولت او پانګوالو غوښتنه کوو چې زموږ د کازرو پروسېس لپاره فابریکې جوړې کړي، ترڅو دا په سمه بیه خرڅ شي.»

کروندګر رحمت ولي وايي: « اوس زموږ د ګازور بیه ډېره ټیټه ده، زموږ لګښتونه او ستړیاوې نه پوره کوي.»

بل پلو، د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، له کروندګرو سره یې دې برخه کې د اصلاح شويو تخمونو، تخنیکي لارښوونو او نورو برخو کې همکاري کړې او هڅه کوي دا ملاتړ لا پراخ کړي.

د خوست کرنې او مالدارۍ رییس شېر محمد ذبیح وايي: « موږ په مختلفو برخو کې دوی ته عامه پوهاوی ورکړی، همدارنګه د ګازو د کرکیلې په اړه مو هم دوی ته تخمونه او معلومات ورکړي او په هغو برخو کې مو همکاري کړې چې د دوی اړتیا ده.»

د خوست ولایت د مرکز ترڅنګ په تڼیو، ګربزو  او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ګازرو پراخه کرکیله کېږي چې حاصلات یې د هېواد ګڼو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي؛ خو لا هم ترې د صنعتي تولید په برخه کې کوم عملي ګام نه دی پورته شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist