Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/15

د زده کوونکو له خوا په عملي شویو پروژو کې د ګرځند یا موبایل ټیلفون له لارې د برېښنا مدیریت، روباټ ګارسون، د خوب راوستو عینکې او الکټرونیکي جریده شامل دي چې د پکتیا ولایت د بېلابېلو خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو له خوا په امتحاني ډول عملې شوې دي.

د زده کوونکو په وینا، دا هغه نوښتونه دي چې د ټکنالوژۍ له لارې د انسان وخت، انرژۍ او امکانات سپما کوي.

خو  دوی له اړوند ادارو غواړي چې په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو دوی د معاصرې ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره همغږي پيدا کړي.

ښوونکی صادق محمد دانش وايي: « موږ هیله لرو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وشي، یوازې له موږ سره نه بلکې له ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو سره، ترڅو وړ او تکړه زده کوونکي وروزل شي. موږ تمه لرو چې راتلونکي کې دا ډول پروژې لا ډېرې شي.»

زده کوونکي شاکر‌الله وايي: « زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو په نصاب کې بدلون راوړل شي، د ټکنالوژۍ او اې آی مضامین په کې ځای شي او د کمپیوټر زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وشي.»

زده کوونکی ضیاء الرحمن احمدزی وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې داسې زمینه برابره کړي چې موږ دغو پروژو ته ادامه ورکړو او لا په پرمختللې بڼه یې پلې کړو.»

په پکتیا کې د ښوونځیو د زده کوونکو له خوا دا تجربې داسې مهال کیږي چې له دې مخکې په دې ولایت کې د پوهنتون زده کړیالانو او د لېسو زده کوونکو هم ورته تجربې کړې وې او په خپل لاس جوړ کړي وسایل یې نندارې ته وړاندې کړي وو.

زده کړیالانو او زده کوونکو دواړو یوه اساسي غوښتنه لرله، هغه دا چې اړوند ادارې باید د دوی لپاره لازم امکانات برابر کړي، ترڅو دوی خپلو نوښتونو ته دوام ورکړای شي.

له بلې خوا، د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست وايي، د تېر په پرتله په دې ولایت کې د دولتي ښوونځیو ترڅنګ د خصوصي ښوونځیو شمېر هم زیات شوی.

د دوی په خبره، په هغو سیمو کې چې پخوا له ښوونیز بهیر څخه بې برخې وې، اوس ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه پرانستل شوي او هڅه کېږي چې د زده کړو بهیر له اوسنیو اړتیاو سره سم برابر شي.

د پکتیا پوهنې رییس عبدالقیوم فاروقي وايي: « پکتیا کې سږ کال هم ګڼ شمېر نوي خصوصي ښوونځي جوړ شوي. روان کال په داسې ولسوالیو کې هم خصوصي ښوونځي جوړ شوي چې له دې وړاندې په کې هېڅ ډول خصوصي ښوونځی نه و. په ۱۴۰۴ کال په زرمت ولسوالۍ کې ۴ خصوصي ښوونځي تأسیس شوي؛ دغه راز نورو ولسوالیو کې هم خصوصي ښوونځي لرو.»

له پکتیا ور هاخوا نورو ولایتونو کې هم د ښوونځیو او ځانګړو یا تخصصي ښوونیزو ادارو د زده کوونکو له خوا ورته پروژې پلې شوې دي.

خو دا چې د حکومت اړوند ادارې دغې برخې ته څومره پاملرنه کوي، دا د دغو هلو ځلو لاسته راوړنې په ډاګه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی
ټکنالوژي

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

اگست 6, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني
ټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه
ټکنالوژي

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist