د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو ځواکونو سره د کرسمس د مراسمو نمانځنې په موخه له خپلې میرمنې سره عراق ته سفر وکړ.
اخوا د عراق ملیشې او پوځي مشرانو د ټرمپ ناڅاپي د دغه هیواد حاکمیت او خپلواکۍ ته سپکاوی.
ټرمپ په دغه سفر کې له خپلې میرمنې میلانیا ټرمپ سره یوځای په عراق کې له خپلو ځواکونو سره کرسمس ولمانځه.
ټرمپ وايي، د سوریې د بیا رغونې ضمانت امریکا نه دی کړی او باید دغه کار له سیاسي حل لارې وروسته وشي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، موږ د ولسونو د بیارغونې لپاره نه یو، د سوریې بیارغونه سیاسي حل لارې ته اړتیا لري، او باید شتمن ګاونډي یې دا کار وکړي، تیره ورځ سعودي غږ کړی چې په دې برخه کې به مرسته وکړي او خپلې مرستې ته یې ژمنتیا وښودله. اخوا ترکیې هم وعده کړې چې د داعش په له منځه وړلو کې به مرسته وکړي.
ټرمپ زیاته کړه چې سوریه کې د هغوی د ځواکونو شتون د اوږدې مودې لپاره نه و او د درې میاشتو پلان یې درلود خو د پلان خلاف اوس هم هلته دي.
ټرمپ زیاته کړه ((سوریه کې زموږ پاتې کیدل د اوږدمهال لپاره نه و، موږ اته کاله وړاندې هلته ددې په خاطر ورغلي وو چې درې میاشتې به پاتې شو، تیر کال ماته زما جنرالانو وویل چې شپږ میاشتې وخت ورکړم او بیا مې هرځل همداسې شپږ میاشتې ورکړې، خو نور موږ شپږ میاشتې وخت نشو ورکولای. موږ نور وځو.))
اخوا عراقي ملیشې او د پوځ مشرانو اعتراض کړی چې د ټرمپ دا نا اعلان شوی سفر د عراق خپلواکۍ او حاکمیت ته سپکاوی دی.