Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: د پاکستان اساسي قانون ۲۷مادې تعدیل له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه ده

د بښنې نړیوال سازمان: د پاکستان اساسي قانون ۲۷مادې تعدیل له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/07

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې وایلي، د پاکستان د اساسي قانون ۲۷مې مادې تعدیل د دې هېواد قضائیه قوې له خپلواکۍ سرغړونه ده. یاد سازمان دا هم ويلي چې دغه تعدیل د ۲۰۲۵کال په نومبر کې تصویب شو او د قضا خپلواکي، د عادلانه محاکمې حق او د قانون واک ته یې جدي ګواښ پېښ کړی.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راز ویلي: « د پاکستان د اساسي قانون ۲۷مې مادې تعدیل چې د ۲۰۲۵کال په نوامبر کې تصویب شو، د قضا له خپلواکۍ سرغړونه ده. دغه تعدیل نړیوال بشري حقونه او قوانین تر پښو لاندې کوي، د قضایي ځواک خپلواکي کمزورې کوي او چارواکي د حساب ورکولو له محدودیتونو ساتي.»

دې سازمان همدا راز ټینګار کړې، پاکستاني چارواکي باید سملاسي پر دې تعدیل بیا کتنه وکړي او ټول هغه لازم اقدامات ترسره کړي چې له مخې یې قاضیان د خپلو مسوولیتونو ترسره کولو په برخه کې له مداخلې او لاسوهنې خوندي پاتې شي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د بښنې نړیوال سازمان د راپور د هرکلي ترڅنګ، پاکستان له بشري حقونو په ښکاره سرغړونو تورنوي. دوی ادعا کوي چې په پاکستان او د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې روانه بې ‌ثباتي له خلکو سره د دې هېواد د پوځي نظام د کلونو ناوړه چلن پایله ده.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « هغه حکومتونه چې د خپلو خلکو غږ وا نه وري او د تقابلاتو مدیریت وکړي، له امله یې نابرابري رامنځته کېږي. دا چې د پاکستان اساسي قانون تعدیل شوی او په کې د پوځ مشر او د استخباراتو د رییس واکونه زیات شوي، علت یې دا دی چې د پاکستاني وکړو سرکوب ته نور هم زور ورکړي. کله چې ملتونه له حکومتون فاصله واخلي، بیا له هر څومره زور سره هم نه شي کولی ادامه پيدا کړي. پښتنو، بلوڅانو، کشمیریانو او سندیانو د همدې ظلم له امله وسله پورته کړې ده.»

د چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « د بښنې نړیوال سازمان دا اندېښنه په ځای ده چې پاکستان نړیوالو قوانینو ته درناوی نه کوي او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.»

یو شمېر نور شنونکي بیا له افغان کډوالو سره د پاکستان پوځي نظام له لوري کېدونکی ناسم چلن د بشري حقونو نقض بولي او د بشري حقونو له نړیوالو مدافع بنسټونو د پاکستان پر وړاندې د پرېکنده عمل غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان دغه کار د ټولو موازینو خلاف کړی او له هر ډول حقوقي نظام او بشري حقونو سره ټکر لري. دا چې یو چارواکی هر څه وکړي، هر ډول ظلم او ناروان وکړي، مګر له سزا او پوښتنو معافیت ولري. نړیوال باید په غندنه اکتفا ونه کړي بلکې د اصلاح لپاره یې اقدام وکړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « پاکستان د لا ډېر جنایتونو او پر خلکو د ظلم او شکنجې لپاره د آزاد لاس لرلو لپاره د اساسي قانون ۲۷ مه ماده تعدیل کړه او جګ پوړو نظامي چارواکو ته یې لا ډېر واکونه ورکړل. دا موضوع د پاکستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د اندېښنو سبب شوې.

د پاکستان اساسي قانون ۲۷مې مادې تعدیل د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د دې هېواد د پارلمان له لوري د پوځي اصلاحاتو، قضائیه قوې او د ایالتي چارواکو په صلاحیتونو کې د بدلونونو په موخه تصویب شو؛ خو ډېر ژر دا تعدیل د قضايي خپلواکۍ د کمزورې کېدو او د ډیموکراسۍ د زیانمنېدو له امله له سختو نیوکو سره مخ شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist