د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ژمي کې د افغانستان د اقلیمي وضعیت او د ژمنيو ورښتونو په تړاو وړاندوینه کړې.
دې ادارې په یوه راپور کې د فيبرورۍ تر پایه، چې د موسمي ورښتونو اصلي وخت ګڼل کېږي، د واورې او باران اورښت په کچه کې د ژور کمښت او د تود ژمي خبرداری ورکړی.
٬٬اېف اې او،، زیاته کړې چې په دې موده کې به د کم ورښت له کبله د واورې ذخیره په ترټولو ټیټه کچه کې وي، چې له امله به یې په پسرلي کې د اوبو لګولو برخه، کرنیز محصولات او څړځایونه له خطر سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په راپور کې راغلي دي« د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې تر فيبرورۍ پورې د وچ او تود ژمي له کبله خبرداری ورکوي، چې له امله یې په بېسارې توګه د واورې د ذخیرو کمښت، اوبهلګول، کرنيز محصولات او څړځایونه له ګواښ سره مخوي او د پسرلني اوبو او د ژمني غنمو حاصلاتو په تړاو جدي اندېښنې راپورته کوي.»
د راپور له مخې په داسې حال کې، چې د جنورۍ او فيبرورۍ میاشتې د واورې د ورښت لپاره مهمې میاشتې دي، خو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اټکل له مخې په یادو میاشتو کې به عادي ورښتونه کم وي.
د چاپېریال ساتنې برخې متخصصین په افغانستان کې د تودوخې لوړېدل، د موسمي ورښتونو کاواکي او په پای کې یې د اوبو د کچې ټیټېدل لوی اقلیمي ګواښونه یادوي، چې په خبره يې، دوام یې د هېواد چاپېریال په جدي ډول ګواښوي.
دوی د هېواد په کچه د اوبو د لویو او وړو بندونو جوړول، د ځمکې د سطحې او تر ځکمې لاندې د اوبو سم مدیریت او د طبیعي ځنګلونو ساتنه او پراخول د ورښتونو په عادي کېدا او د اقلیمي افتونو په راکمولو کې کړنلاره ګڼي.
د چاپېریال ساتنې برخې متخصص سېدشاه ګهرپور وايي: « د حرارت درجې لوړېدل د افغانستان لپاره ډېرې نامطلوبې اغېزې لري چې له دې ډلې د یخچالونو زر ویلي کېدل او د تبخیر کچې لوړتیا، د اوبیزو سرچینو نه مدیریت کولای شي چې د اوبو سرچینو کمښت رامنځته کړي او زیانمنوونکو سیلابونو لامل هم شي او وچکالي ورسره زیاته کړي.»
بل پلو د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم په نړۍوال بدلون کې تر یوې سلنې کمه ونډه لري، خو د دې پدیدې له درکه د اغېزمنو هېوادونو په شپږم ځای کې دی.
دغه اداره زیاتوي، چې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه د مخنیوي په موخه له اړوند سکټورونو سره پر اوږمهاله طرحې کار کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نشراتو ریاست مسوول محبالله بهار وايي: « د دغو پروګرامو پلي کېدو سره به د اقلیم بدلون اغېزې تر یوه حده راکمې شي چې له یو له دې ډلې تر ۱۴۱۰ لمریز کال پورې یوه طرحه جوړه شوې چې په ټول هېواد کې ۲۰۰ میلیونه نیالګې کینوال کېږي د دغو نیالګیو کینول به د اقلیم بدلون اغېزې راکمې شي او د هوا ککړتیا مخنیوي کې به هم موثره واقع شي، بل تر ځمکې لاندې اوبو تغذیې او شنو ساحو پراختیا لپاره به موثر واقع شي.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د افغانستان د اقلیم او د ورښتونو کچې څېړل د هېواد زراعت او د اوبو د مدیریت لپاره مهم فکټور یادوي.
دغه اداره داسې مهال په هېواد کې د ورښتونو د کچې کموالي اټکل کوي، چې دامهال په هېواد په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه په بېساري ډول ټیټه شوې چې ګڼې ستونزې زېږولي.