Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چاپېریال ساتنې ملي اداره: وچکالي هر کال افغانستان ته ۳ سوه میلیون ډالره زيان رسوي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سږني تود او کم ورښته ژمي په تړاو خبرداری ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ژمي کې د افغانستان د اقلیمي وضعیت او د ژمنيو ورښتونو په تړاو وړاندوینه کړې.
دې ادارې په یوه راپور کې د فيبرورۍ تر پایه، چې د موسمي ورښتونو اصلي وخت ګڼل کېږي، د واورې او باران اورښت په کچه کې د ژور کمښت او د تود ژمي خبرداری ورکړی.
٬٬اېف اې او،، زیاته کړې چې په دې موده کې به د کم ورښت له کبله د واورې ذخیره په ترټولو ټیټه کچه کې وي، چې له امله به یې په پسرلي کې د اوبو لګولو برخه، کرنیز محصولات او څړځایونه له خطر سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په راپور کې راغلي دي« د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې تر فيبرورۍ پورې د وچ او تود ژمي له کبله خبرداری ورکوي، چې له امله یې په بې‌سارې توګه د واورې د ذخیرو کمښت، اوبه‌لګول، کرنيز محصولات او څړځایونه له ګواښ سره مخوي او د پسرلني اوبو او د ژمني غنمو حاصلاتو په تړاو جدي اندېښنې راپورته کوي.»
د راپور له مخې په داسې حال کې، چې د جنورۍ او فيبرورۍ میاشتې د واورې د ورښت لپاره مهمې میاشتې دي، خو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اټکل له مخې په یادو میاشتو کې به عادي ورښتونه کم وي.
د چاپېریال ساتنې برخې متخصصین په افغانستان کې د تودوخې لوړېدل، د موسمي ورښتونو کاواکي او په پای کې یې د اوبو د کچې ټیټېدل لوی اقلیمي ګواښونه یادوي، چې په خبره يې، دوام یې د هېواد چاپېریال په جدي ډول ګواښوي.
دوی د هېواد په کچه د اوبو د لویو او وړو بندونو جوړول، د ځمکې د سطحې او تر ځکمې لاندې د اوبو سم مدیریت او د طبیعي ځنګلونو ساتنه او پراخول د ورښتونو په عادي کېدا او د اقلیمي افتونو په راکمولو کې کړنلاره ګڼي.
د چاپېریال ساتنې برخې متخصص سېدشاه ګهرپور وايي: « د حرارت درجې لوړېدل د افغانستان لپاره ډېرې نامطلوبې اغېزې لري چې له دې ډلې د یخچالونو زر ویلي کېدل او د تبخیر کچې لوړتیا، د اوبیزو سرچینو نه مدیریت کولای شي چې د اوبو سرچینو کمښت رامنځته کړي او زیانمنوونکو سیلابونو لامل هم شي او وچکالي ورسره زیاته کړي.»
بل پلو د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم په نړۍوال بدلون کې تر یوې سلنې کمه ونډه لري، خو د دې پدیدې له درکه د اغېزمنو هېوادونو په شپږم ځای کې دی.
دغه اداره زیاتوي، چې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه د مخنیوي په موخه له اړوند سکټورونو سره پر اوږمهاله طرحې کار کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نشراتو ریاست مسوول محب‌الله بهار وايي: « د دغو پروګرامو پلي کېدو سره به د اقلیم بدلون اغېزې تر یوه حده راکمې شي چې له یو له دې ډلې تر ۱۴۱۰ لمریز کال پورې یوه طرحه جوړه شوې چې په ټول هېواد کې ۲۰۰ میلیونه نیالګې کینوال کېږي د دغو نیالګیو کینول به د اقلیم بدلون اغېزې راکمې شي او د هوا ککړتیا مخنیوي کې به هم موثره واقع شي، بل تر ځمکې لاندې اوبو تغذیې او شنو ساحو پراختیا لپاره به موثر واقع شي.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د افغانستان د اقلیم او د ورښتونو کچې څېړل د هېواد زراعت او د اوبو د مدیریت لپاره مهم فکټور یادوي.
دغه اداره داسې مهال په هېواد کې د ورښتونو د کچې کموالي اټکل کوي، چې دامهال په هېواد په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه په بې‌ساري ډول ټیټه شوې چې ګڼې ستونزې زېږولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist