Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ۲۰۲۵ کال له حیرتان بندر څخه د صاراتو کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې

په ۲۰۲۵ کال له حیرتان بندر څخه د صاراتو کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/01

د بلخ ولایت د حیرتان سوداګریز بندر په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د تورخم سوداګریزې لارې ښه بدیل ثابت شوی.

د هېواد په شمال بلخ ولایت کې له ازبېکستان سره پر ګډه پوله پروت حیرتان بندر افغاسنتان یوازې ازبېکستان سره نه بلکې د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره هم نښلوي.

 ځایي مسوولین وايي، که څه هم واک ته د اسلامي امارت بیا راتګ راهیسې ازبېکستان او له دې لارې وصلېدونکو هېوادونو سره یې ښې اړیکې پاللې دي، خو دوی بیا ۲۰۲۵ کال د تېرو کلونو په پرتله ځکه ښه بولي چې په اوږدو کې یې زیات صادرات ترسره شوي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید قاضي وايي: « تېر کالد بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې له ازبېکستان، ایران او ترکیې هېوادونو سره قراردادونه وکړل چې له مخې به یې د افغانستان کرنیز محصولات صادر او ري اېکسپورټ شي. د حیرتان بندر څخه د وچو په صادراتو کې زیاتوالی راغی او د لومړي ځل لپاره اناره ازبېکستان، قېرغېزستان او روسیې ته صادر شول. د لومړنۍ جوپې له استولو راهیسې شاوخوا ۲۰ زره ټنه انار صادر شوي. که موږ همداسې روان یو، راتلونکو پنځو کالو کې به له هر پلوه ځان بسیاینې ته ورسېږو. د بلخ ولایت حیرتان بندر د تورخم بندر د بدیل په توګه معرفي شوی دی.»

د دوی د شمېرو پر بنسټ، ۲۰۲۴ کال ته په کتو په ۲۰۲۵ کال کې د صادراتو کچه ۳۱ سلنه زیاته شوې.

تاجیکستان او ازبېکستان هېوادونو ته د بلخ والي سفرونه بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو پاللو نوی باب پرانست.  

مسوولین وایي، دا چې ډاډمن امنیت موجود دی او په کور دننه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې، نو له کورنيو سوداګرو سربېره، د تېر کال په اوږدو  کې شاوخوا سلو بهرنيو شرکتونو هم دلته د کار او فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.

د بلخ ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په دې اړه وايي: « د بلخ والي ازبېکستان ته څو سفرونه درلودل او دا سفرونه نه یوازې د بلخ بلکې د ټول افغانستان لپاره ګټور وو. همدارنګه بلخ والي تاجیکستان ته هم سفر درلود، ځکه تاجیکستان زموږ د محصولاتو لپاره یو لوی بازار دی. د بلخ والي سفرونه د سوداګرو لپاره له لاسته راوړنو څخه ډک وو. په ۲۰۲۴کال د حیرتان بندر له لارې په مجموعي ډول ۹۲ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي او دا شمېره په ۲۰۲۵ کال ۱۳۴ میلیون ډالرو ته پورته شوې او ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيي.»

په همدې حال کې د بلخ ولایت ځايي صنعتکاران او سوداګر هم ۲۰۲۵ میلادي کال له لاسته راوړنو ډک یادوي او وایي، د کورنیو تولیداتو ودې لپاره پوره هڅه شوې او د صادراتو کچه هم تر نورو هغو دوه برابره زیاته بولي.

دوی له ازبېکستان سره پر ګډه پوله ګډ بازار کې پر افغان توکو د مالیاتو کمول، د ازبېکستان له خوا خپلو سوداګرو ته د حیرتان په لارې افغانستان ته د تګ راتګ اجازه ورکول، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تازه مېوو صادرات او د ورته نورو مواردو هرکلی کوي.

سوداګر حاجي فضل الرحمن کریمي وايي: « په ۲۰۲۵ کال ډېر کارونه وشول، د مثال په توګه له چین سره قراردادونه، له روسیې او د منځنۍ آسیا له ګاونډیو هېوادونو سره قراردادونه، همدارنګه د افغانستان په داخل کې شوي کارونه، چابهار بندر او نورې لارې خلاصې شوې. دا هرڅه سبب شوي چې د تورخم له تړل کېدو سربېره، بازارونه ثابت پاتې شي. افغانانو ته په کار ده چې د نظام د پياوړتیا لپاره کار وکړي نه دې چپه کولو.»

سوداګر انجنیر نقیب الله مرادي وايي: « سږ کال د تېر کال په پرتله آبادي ډېره زیاته ده، د هېواد اقتصاد پرمخ روان دی او خلک په کار بوخت دي. د اسلامي امارت چارواکي د پانګونې او پانګوالو د جذب لپاره ډېرې هڅې کوي. په اوسني شرایطو کې د دولت او خصوصي سکټور اړیکې ډېرې ښې دي.»

سوداګر محمد افضل افضلي وايي: « ۲۰۲۵ کال د صنعت د پرمختګ لپاره ډېره ښه کال و، نوې فابریکې جوړې شوې، پرمختګونه وشول، زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه. موږ په صادراتو او ګمرکي پروسیجرونو کې څه ستونزې لرو چې باید حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د  ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلې شوې او اسلام اباد د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې وتړلې.

پاکستاني چارواکي په دې باور وو چې په دې کار سره به د افغانستان اقتصاد ته زیان واړوي، خو د دوی د تمې پر خلاف اسلامي امارت د بدیلو لارو د موندلو هڅو په لړ کې له نورو ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې ګڼ قراردادونه لاسلیک کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist