ټرمپ ترکیې ته د اردوغان بلنه ومنله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دا ورته ستر فرصت دی چې خپل ناټو متحد هیواد ته ولاړ شي او له دغه هیواد سره خپلو اړیکو ته لا پراختیا ورکړي.
ټرمپ وايي، پلان لري چې ترکیې ته به راتلونکې زیږدیز کال سفر وکړي.
همدا راز د ترکیې ولسمشر وايي، کولای شي د داعش پر وړاندې په سوریه کې سخته مبارزه وکړي.
ټرمپ وايي، دا ورته یو ښه فرصت دی او د دواړو هیوادونو په اړیکو کې به مثبت رول ولوبوي.
ټرمپ وویل، ((ډیره مننه، دا زما لپاره د ویاړ ځای دی، زموږ ملګرتیا زیاته شوې، اردوغان د نړۍ یوه ستونزه منه سیمه کې حکومت کوي. هغه خپل کارونه ډير ښه پرمخ وړي، واشنګټن او انقره ډیره ښه ملګرتیا لري، زه یو ځل بیا له تاسې مننه کوم.))
اخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې کولای شي د داعش په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبوي.
ټرمپ زیاته کړه، ((له ښاغلي ټرمپ سره زما د خبرو پایله دا شوه چې هغه له ما پوښتنه وکړه چې داعش له منځه وړلای شئ؟ موږ مخکې هم له منځه وړي او اوس مو هم خپل کار ته ادامه ورکړې خو موږ ستاسې لوجستیکي ملاتړ ته اړتیا لرو. زموږ موخه اوس دا ده چې پر خپلو ډيپلوماټيکو اړیکو ډیر ټینګار وکړو.))
ټرمپ او اردوغان وروسته له هغې دا خبرې وکړې چې امریکا له سوریې د خپلو ځواکونو د ویستلو اعلان وکړ.
په پام کې ده چې امریکايي او ترکي ځواکونه به هم له یو بل سره وګوري او د نورو جزییاتو په اړه به خبرې وکړي.