اندونیزیا کې د سونامي له امله د مړو شمیر ۲۸۱ تنو ته ورسید.
په دې سونامي کې د ټپيانو شمیر له ۱۰۰۰ تنو هم اوښتی او شاوخوا ۴۰ اوس هم لادرکه دي.
لسګونه کسان اوس هم د ویجاړو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
په ویجاړو شویو ودانیو کې هوټلونه، روغتونونه او استوګنیزې ودانۍ شاملې دي.
دا سونامي د سماترا او جاوا ټاپو ګانو په سواحلو کې د کراکتاو توپان له امله راوتلې ده.
روغتیايي چارواکو اندیښنه ښودلې چې له پلټنو وروسته امکان لري چې د تلفاتو شمیر نور لوړ شي.