Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزیر: پاکستان غزې ته د ځواکونو لېږلو وړاندیز کړی

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: پاکستان غزې ته د ځواکونو لېږلو وړاندیز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/21

د امریکا بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، پاکستان په خپله غزې ته د پاکساتني ځواکونو له استولو وړاندیز کړی.

مارکو روبیو په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، غزې ته د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو په ډله کې د پاکستاني پوځیانو شاملېدل د اسلام اباد خپله غوښتنه او وړاندیز دی.  

نوموړي د پاکستان په دې وړاندیز خوښي څرګنده کړې او وایيي، داسې هېوادونه هم شته چې په رضاکارانه ډول او د خپلې لېوالتیا له مخې غواړي امریکا سره په اړیکو کې یو ګام مخ ته لاړ شي او د غزې په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان له مخې، خپل ځواکونه د سوله ساتو په چوکاټ کې غزې ته واستوي.

د امریکا بهرنیو چار وزیر مارکو روبیو زیاته کړې: موږ ډېر خوښ یو چې پاکستان په خپله غوښتي د دې پلان یوه برخه وي او یا لږ تر لږه د دې پلان د یوې برخې په توګه په نظر کې ونیول شي. خو موږ وړاندې له دې چې له هغوی په دې برخه کې ژمنه وغواړو، باید یو څه وضاحت او څو پوښتنو ته ځوابونه ووایو. زه ډاډه یم چې داسې نور هېوادونه هم شته چې ټولو خواوو ته د منلو وړ دي او غواړي یو ګام مخ ته لاړ شي او د سوله ساتو ځواکونو برخه وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دې څرګندونو وړاندې، پاکستان د امریکا په کوربه توب په قطر کې د هغې ناستې ګډونوال و چې څو ورځې وړاندې غزې ته د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د لېږد په تړاو جوړه شوې وه.

خو د دې خلاف د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د وړمې ورځې په خبري کنفرانس کې ویلي و چې پاکستان لا تر دې دمه له امریکا سره غزې ته د سوله ساتو ځواکونو د لېږد په تړاو پرېکړه نه ده کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، غزې ته د پوځیانو د لېږد په سر له ترکیې او قطر سره مشوره نه ده کړې، خو تر دې ورهاخوا یې وخت ناوخت د غزې په برخه کې د ښکېلو مهمو اړخونو سره خبرې کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر‌حسین اندرابي وايي: « غزې ته د سوله ساتو ځواکونو د لېږد په تړاو د دواړو هېواونو ترمنځ خبرې او بحثونه روان دي، خو لنډ ځواب یې دا دی چې زه په واضېح ډول له دې خبر نه یم چې له پاکستان څخه په دې اړه څه غوښتل شوي وي. لکه څنګه چې ما وړاندې وویل، لا تر دې دمه پرېکړه نه ده شوې.»

غزې ته د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو لېږد، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې شل ماده ‌ییزې طرحې مهمه برخه ده چې د «سولې پلان» په نامه یې د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۹مه په غزه کې د اوربند او د سولې د ټینګښت په موخه وړاندې کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم دې پلان ته په اشارې په غزه کې د اوربند د دویم پړاو عملي کېدل، د حماس اسلامي غورځنګ په بشپړ ډول بې وسلې کولو پورې مشروط کړ.

بله خوا، د حماس غورځنګ مشر خلیل الحیه د وسلو لرل د ځان مشروع حق بولې، حال دا چې اسراییل یې پر بې وسلې کولو ټینګارکوي.

تاریخپوه او د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان له دې وړاندې هم د پیسو په بدل کې دا ډول کارونه کړي. د اسراییلو یو مهم چارواکي وايي، موږ په ۲۵ کالو کې دومره فلسطینیان ونه وژل لکه د پاکستان پوځ چې په ۲۵ ورځو کې ووژل. د پاکستان پوځ د پیسو په بدل کې هرڅه کولی شي. زما په نظر، که دوی دا کار وکړي، دا به د پاکستان د سیاسي ژوند وروستۍ شېبې وي.»   

پاکستان د لومړي مسلمان هېواد په توګه داسې مهال د حماس او غزې مېشتو د خوښې خلاف دغې تړانګې ته د خپلو پوځیانو د لېږد وړاندیز کړی چې بل هېڅ یو مسلمان هېواد تراوسه په ډاګه داسې کوم وړاندیز نه دی کړی.

اسراییلو د خپل قوي متحد امریکا په مرسته د ۲۰۲۳زېږدیز کال له اکټوبر راهیسې په خونړیو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې څه باندې۷۰ زره ملکي فلسطینیان په شهادت رسولي او نږدې ۲۰۰زره نور یې ټپیان کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist