Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پورونه نور هم زیات شول، تېر یونیم کال کې یې ۴۳ میلیارد ډالره پور اخیستی

د پاکستان پورونه نور هم زیات شول، تېر یونیم کال کې یې ۴۳ میلیارد ډالره پور اخیستی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/17

د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت په تېرو شلو میاشتو کې څه باندې ۴۳ میلیارد ډالره پور اخیستی چې د تېرو کلونو په پرتله، د پور دا اندازه بې مخینې ياده شوې.

د دې هېواد دولتي بانک د راپور په خپرولو سره د پورونو دا موده د ۲۰۲۴ کال له مارچ د ۲۰۲۵ کال تر اکټوبر پورې ښودلې چې شاوخوا۴۰ میلیارد ډالر یې له کورنيو او پاتې يې له نړيوالو مالي سازمانونو ترلاسه کړي دي.

دغه بانک وايي، د حکومتي ادارو له لوري د وارداتو د ثبت په شمېر کې د توپير موجوديت د دې لامل شوی چې د پيسو نړيوال صندوق پرې د پور ورکولو لپاره د شرايطو سختولو ترڅنګ، د يادو وارداتو د حصایيوي سيسټم د اصلاح غوښتنه وکړي. د یاد بانک د معلوماتو له مخې، د وارداتو د ثبت په شمېرو کې ۳۵ میليارد ډالرو توپير موجود دی.

د پاکستان دولتي بانک راپور څرګندوي: « په ټوله کې ۱۲زره ۱۶۹ میلیارد روپۍ پور د ۲۰۲۴ مارچ څخه د ۲۰۲۵ تر اکټوبر پورې زیات شوی چې ورسره د پور کچه د ۲۰۲۴ کال له فبروري راهیسې له ۶۴زره ۸۱۰  میلیارد روپيو څخه ۷۶زره ۹۷۹ روپیو ته رسېدلی. دغه راز په حکومتي ادارو کې د وارداتو د ثبت شمېرې هم ۳۵ میلیارد ډالرو په اندازه توپیر لري.»  

د پاکستان دولتي بانک د پورونو زیاتېدو ستر لاملونه د حکومت د بودیجې کموالی او د هغو مسووليتونو نه ترسره کېدل بللي چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق(آی‌اېم‌اېف) سره پرې له وړاندې موافقه شوې.

پاکستان داسې مهال د زیاتو پورونو تر بار لاندې خم شوی چې څو ورځې وړاندې د پیسو نړیوال صندوق د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې دې هېواد ته يې د اقتصادي ستونزو حل په موخه ۱.۲ میليارد  ډالر اضافي پور ورکړه تصويب کړه.

د اقتصادي چارو شنونکی صادق حمید زوی وايي: « پاکستان اوسنیو حالاتو له اقتصادي انزوا سره مخامخ کړی. هېڅ یو پاکستانی وګړی د سبا لپاره هیلې او امېدونه نه لري. دا فکر او پالیسي د یوې مستبدې کړۍ له خوا جبري او د ظلم له لارې پلې کېږي.»

ځينې نور شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان پر وړاندې هغه ستونزې چې دا هېواد یې له اقتصادي بحران سره مخ کړی، د بانکي زېرمو نه درلودل، د بودیجې دوامدار کسر، د مالیاتو راټولولو نامنظم مکانېزم او د پیسو له نړیوال صندوق څخه د زیاتو پورونو اخیستل بولي. 

پاکستان يوازې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د لنډ مهاله پورونو، منځمهاله اصلاحي پروګرامونو، بېړنیو مالي مرستو او طبیعي ناورنیو لپاره له ۲۰۰۸ کال راهیسې څه باندې ۲۲ میلیارد ډالر پور ترلاسه کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist