Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راپورونه: پاکستاني پوځيان قبايلو کې له ترهګرۍ سره مبارزې په پلمه ملکي او ديني تأسیسات په نښه کوي

راپورونه: پاکستاني پوځيان قبايلو کې له ترهګرۍ سره مبارزې په پلمه ملکي او ديني تأسیسات په نښه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/11

په بلوچستان، خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنيو له زياتېدو سره هم‌ مهاله، د پاکستان پوځ د ملکي او ديني ودانیو په نښه کولو تورن شوی او د تازه راپورونو له مخې، د کورمې ايجنسۍ په مناتو کې یې د ليل ګدا په نوم جومات باندې بمونه غورځولي دي.

له دې وړاندې، د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمدسهيل افريدي هم ویلي و چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د خپلو عملياتو پر مهال اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی کوي.

اوس پوښتنه داده چې ولې پاکستان د حساسيتونو زياتولو لپاره ديني ودانۍ په نښه کوي؟

د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « پاکستان په سیمه کې د اسلام دین او مسلمانانو د نوم بدولو لپاره جوړ شوی. موږ په تېرو څو لسیزو کې عملا ً ولیدل چې په کوردننه او افغانستان کې یې هر ډول بشر ضد جنایتونه ترسره کړل. کوم زیان چې پاکستان د اسلام دین ته اړولی، د نړۍ هېڅ یو هېواد نه دی اړولی.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په کورمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه ځايي پوسته برید کې چې مسووليت لا کومې ډلې نه دی منلی، شپږ پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

له دې سرهم‌مهاله، په بلوچستان کې د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګونو(بي‌اېل‌اې او بي‌اېل‌اېف) ادعا کړې چې په څو سيمو کې يې پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د دوی په خبره، له مرګ ژوبلې اړولو سربېره یې ګڼ پوځي تجهيزات هم ترې ترلاسه کړي دي.

د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ له خوا په خپره کړې اعلامیه کې ادعا شوې چې په دې بريدونو کې يې ۱۱ پاکستاني پوځيان وژلي او يو بل يې ژوندي نيولی.

د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ اعلامیه کې زیاته شوې: « په مستونګ، مند او کوېټه کې مو پر پنجابي اشغالګرو ځواکونو بريدونو کې ۱۱ پاکستاني پوځيان ووژل او د ظفرالله په نوم يو بل پوځي چې د  جانداد خان زوی دی، ژوندی نيولی دی.»

د چارو څارونکي په دې باور دي چې د پاکستان پوځي رژيم پر وړاندې شته امنيتي ننګونې د هغو پاليسيو محصول دی چې اسلام اباد له څو لسیزو راهیسې پر محکومو قومونو پلې کړې دي.

د سياسي چارو شنونکی عزيز معارج وايي: « په پاکستان کې هرحالت او حرکت په بشپړه توګه د دې هېواد د استخباراتي ادارې له خوا کنټرول کېږي او هر ډول فعالیت د پوځیانو له خوا د مخکني پلان له مخې په عمدي توګه کېږي. دا چې دوی د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کې اسلامي مقدسات په نښه کوي او کله هم ملکي وګړي، دوی غواړي دا خلک را وپاروي او کله چې خلک وپارېدل، دوی بیا ځي د ترهګرۍ او ټي‌ټي‌پي په نوم هغه کسان په نښه کوي چې ازادي او حقوق غواړي. دا یوه داسې لوبه ده چې د پاکستان پوځ د څارګرې ادارې(آی‌اېس‌آی) د معلوماتو پر بنسټ پيل کړې. دا پروژې دوی له غربي نړۍ اخلي او یوازې یې د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کې عملي کوي.»

بله خوا، د پيسو نړيوال صندوق(آی‌اېم‌اېف) پاکستان ته د ۱.۲ میليارد ډالرو د پور ورکړه تصویب کړه. د دې صندوق چارواکو ویلي، دا پيسې به اسلام اباد ته په څه باندې ۳۰ قسطونو کې د ځانګړو شويو شرايطو له مخې ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان لړزاند اقتصاد د دې هېواد پوځي رژيم اړ کړی چې د خپلو ننګونو د نسبي حل لپاره هر کال د پيسو له نړيوال صندوق څخه پور واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist