Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا کانګرېس ۴۴ غړو پر شهباز شریف او عاصم منیر د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې

د امریکا کانګرېس ۴۴ غړو پر شهباز شریف او عاصم منیر د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/08

د امریکا کانګرېس ۴۴ ډیموکراتو غړو د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې د پاکستان پر لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ پر مشر عاصم منیر د بندیزونو غوښتنه کړې.

په دې لیک کې، چې د روانې دېسمبر میاشتې پر درېیمه نیټه استول شوی او د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څخه یې تر اوومې د بېرته ځواب غوښتنه شوې، راغلي چې  شهباز شریف او عاصم منیر په پاکستان کې پر مستبدانه کړنو لاس پورې کړی او په پراخ ډول یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د لیک له مخې، د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو کې هغه کسان او د هغوی د کورنۍ غړي په پاکستان او له پاکستانه بهر ګواښلي، ځورولي او زنداني کړي، چې په خبره یې هلته د موجود مستبد حکومت پر وړاندې يې غږ پورته کړی.

د کانګرېس غړو د لیک یوه برخه:« موږ په پاکستان کې د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر تر ملاتړ لاندې د پوځي حکومت له لوري له هېواد څخه بهر د تعقیبي ځورونو له ډېرېدو او هلته د بشري حقونو د بحران زیاتېدو له امله خپله اندېښنه په لیکلې بڼه تاسو ته وړاندې کوو.»

د کانګرېس دې غړو د امریکا له حکومته جدي غوښتي، چې د یادو پاکستاني چارواکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د ویزو د نه ورکړې او د پانګې د کنګلولو په څېر سخت بندیزونه پرې ولږوي.

دوی په ليک کې پخواني لومړي وزير عمران خان ته په اشارې دا هم ویلي، په پاکستان کې روان حکومتي مستبد سیسټم په بې رحمۍ د اپوزیسیون مشران بې له کومې محکمې زندان کې اچولي او خپلواک خبریالان يې یا ځورولي، تښتولي او یا یې هم تبعید ته اړ کړې.

د کانګرېس غړو د لیک یوه برخه:« امریکا د پاکستان پوځ د رهبرۍ مسوول ګرځولو په برخه کې مسوولیت او لازم امکانات په واک کې لري. موږ د ټرمپ له ادارې په جدي ډول غواړو، چې د پاکستان پر هغو پوځي او ملکي چارواکو د ویزو نه ورکړې او د پانګې کنګلولو په څېر سخت بندیزونه وضع کړي، چې په سیسټماتیکو او له هېواد بهر تعقیبي ځورونو کې لاس لري او قضايي استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي. دغه ډول ګامونه کولای شي بشري حقونو ته د امریکا ژمنتیا په ډاګه کړي، امریکايي اتباع له هېواده بهر له تعقیبي ځورونو وساتي او سیمه‌ییز ثبات ته وده ورکړي.»

په لیک کې ویل شوي، چې پاکستان دا مهال له ورځ تر بلې د زیاتېدونکي استبداد له بحران سره پنجې نرموي چې په کې ډیموکراتیک بنسټونه او بنسټیزې ازادۍ له منځه وړل کیږي.

د دې ترڅنګ د امریکا له بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز د یادو اندېښنو د رفع کېدو په موخه د بشپړو څېړنو غوښتنه شوې.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د پاکستان ظالم او مستبد حاکمیت یا چارواکو په اړه اوس واقعا د امریکا کانګرېس واقعیتونه درک کړل او څرګند یې کړل. د پاکستان چارواکي واقعا مستبد دي، پر خپلو وګړو باندې ظلم  او ناروا کوي، څوک چې د حق خبره کوي، د هغوی پر وړاندې باندې نظامي دریځ لري، په نورو هېوادونو کې لکه افغانستان کې یې لاسوهنې پيل کړې دي.»

ځینې نور بیا وايي، د پاکستان حکومتونه نه یوازې نن، بلکې د خپل ایجاد راهیسې پر استبداد او ځورنو بنا پالیسۍ مخ ته وړي او له همدې لارې یې خپله بقا تضمین کړې.

دوی د امریکا کانګرېس د غړو دغه اندېښنې پر ځای بولي او ترڅنګ یې له نورو هېوادونو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو سازمانونو هم هلته د موجوده حکومت پر وړاندې د عمل غوښتنه کوي.

د امریکا کانګرېس غړي داسې مهال په پاکستان کې د مستبد او زورواکي حکومت له شکل ګیرۍ او مخالف غږ د خپه کولو په تړاو اندېښنه ښيي، چې د پاکستان پوځي رژیم د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د پښتون ژغورنۍ مخکښ غړي علي وزیر او سلګونه نور مخالفان د همدې مخالفې پالسې له مخې په غیر قانوني ډول بندیان کړې او تر دې دمه یې د برخلیک په تړاو مالومات نه تر سترګو کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist