Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار د چرګ غوښې او هګیو په تولید کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

کندهار د چرګ غوښې او هګیو په تولید کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/02

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته تر ډېره پر کورنیو تولیداتو او داخلي پانګونې ټینګار کېږي چې ورسره په بېلا بېلو برخو کې د کورنیو تولیداتو کچه هم لوړه شوې.

د یوې نوې هڅې په ترڅ کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د شپږ نیم میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د هګیو تولید یو تازه فارم جوړ شوی چې هره ورځ شاوخوا۷۰ زره د چرګانو هګۍ تولیدوي.

د دې فارم مسوولین وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د فارمي چرګانو او هګیو د تولید په برخه کې تر۱۵۰ میلیون ډالرو پانګونه کړې چې یوازي  کندهار کې له دې نورو فارمونو څخه هر ورځ ۳۵۰ زره هګۍ بازار ته وړاندې کوي.

د فارم مسوول محمد اغا وايي: « موږ دلته د ۶ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې او تر ۱۱۵ تنو پورې مو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. اوسمهال په ورځنۍ کچه له ۳۰۰ تر ۳۱۵ کارتنو تولید لرو، خو دا کچه مخ په زیاتېدو ده.»

د فارم کارکوونکی محمد هاشم وايي: « زه دلته د هګیو په برخه کې کار کوم. دلته دوه وخته هګۍ تولیدېږي او بیا له کندهار سربېره، کابل او هرات ولایتونو ته هم استول کېږي.»

دغه راز، د کندهار مالدارۍ آمریت د پراختیا څانګې مسوولین وایي، اوسمهال کندهار کې د غوښنو او هګيو لرونکو چرګانو شاوخوا۱۲۰۰ فارمونه شته چې ډیری یې د مالدارۍ چوکاټ کې پر وړاندیز شویو معیارونو برابر دي.

د کندهار د مالدارۍ آمریت د پراختیا مدیر ډاکټر توریالی قریشي وايي: « له دې وړاندې موږ ډېر واردات لرل، ځکه خپل فارمونه مو کم وو. اوس د تجارانو په خوارۍ سره تر ۱۲۰۰ پورې فارمونه لرو او ډېرو یې د تولید کچه په معیار برابره ده.»

په ورته وخت کې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، دا مهال کندهار کې د چرګانو فارمونو څخه هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ زره هګۍ او شاوخوا ۶۵زره کیلو د چرګانو تازه غوښه تولید او بېلابېلو ولایتونو ته استول کېږي. د دوی په خبره، یاده برخه کې ځان بسایني ته نږدې شوي دي.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « کندهار کې په ورځنۍ بڼه شاوخوا ۴۰۰ زره هګۍ تولیدېږي او ترڅنګ یې له ۶۰ تر ۶۵ زرو کیلوګرامو پورې د چرګانو غوښه هم تولیدېږي. د ځان بسیاینې په برخه کې باید ووایم چې تقریبا ً ځان بسیاینې ته نږدې شوي یو. موږ د چرګانو د غوښو په برخه کې نورو ته اړتیا نه لرو او د هګیو په برخه کې هم زموږ ډېره اړتیا پوره ده او پاتې نوره هم ورځ تر بلې په پوره کېدو ده.»

د یادونې وړ ده چې تردې مخکي کندهار ته له پاکستان او ایران څخه د چرګانو غوښي او هګۍ واردېدې او د کورنيو هغو په پرتله یې نرخونه هم لوړ وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist