اسرائیلي ځواکونو لسګونه فلسطنیانو ته مرګ ژوبله اړولې.
اسراييلو پر فلسطیني لاریون کوونکو د ډزو پر مهال لسګونه نور ټپیان کړي هم دي.
دغه لاریونونه د غزې تړانګې په سرحدي سیمو کې له لسو د زیاتو اونیو راهیسې روان دي چې هره اونۍ پکې لسګونه کسان وژل کیږي.
د غزې تړانګې د تیرې ورځې په نښتو کې په وژل شویو کې تنکي ځوانان هم شامل دي.
د تیرې جمعې په ورځ کابو ۸۰۰۰ فلسطیني لاریون کوونکي د غزې په سرحدي سیمو کې راټول شوي وو او د اسراييلي ځواکونو پر ضد یې لاریون وکړ.
اسراييلي چارواکي ادعا لري چې لاریون کوونکو په سرحدي سیمو کې تاوتریخوالي او ته لمن وهله.