سنا کې د ډیموکراټانو له لوري د بودیجې د نه تصویب لپاره د امریکا یو شمیر دولتي برخې ځنډیږي.
د امریکا ولسمشر وايي هیله لري چې دا ځنډيدل ډیر دوام و نه کړي خو بیا هم اوږد مهاله ځنډ ته چمتو دي.
د امریکا یو شمیر دولتي ادارې د ۵ میلیارده ډالرو د بودیجې د نه تصویب لپاره ځنډیږي.
په دې لړ کې د امریکا پر پوله د دیوال جوړولو لپاره ځانګړې شوې بودیجه هم ده چې ډيموکراټان یې نه مني. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي تر هغې چې ډیموکراټان د دې بودیجې تصویب ته رای ور نه کړي د حکومت د ځينو برخو ځنډیدو ته اړ دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ((موږ اړ یو چې ځينې ادارې وتړو، موږ په دې برخه کې هیڅ هم نشو کولای، ډيموکراټان باید زموږ وړاندیز ته رای ورکړي.))
په پام کې ده چې له نیم څخه د زیات حکومت د ځنډیدو بهیر نن پلی شي.
ټرمپ په ورته وخت کې دا هیله هم وښوده چې دا ځنډ د لنډمهال لپاره دوام وکړي.
ټرمپ وویل، ((راځئ له دې حالت و وځو، ځئ چې ګډ کار وکړو، راځئ په هره برخه کې کار وکړو او د دوه ډلو په څیر د یو بل ترڅنګ اوسو. هیله ده چې دا ځنډیدل ډير دوام و نه کړي.))
د امریکا د وزارتونو او د فدرال دولت بنسټونو لکه د کورجوړونې، د کورني امنیت، د کرنې، بهرنیو چارو وزارتونه او د څارنوالۍ برخې ځنډيږي چې ۸۰۰ زره دولتي مامورین پکې کار کوي.
ټرمپ یو ځل له بیا د پولو د امنیت پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.
ټرمپ دا خبرې وروسته له هغې کوي چې د امریکا او مکسیکو پر پوله اوس هم د مرکزي امریکا زرګونه کډوال میشت دي او دغه هیواد ته اوښتل غواړي.