Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: عاصم منیر یو ظالم دېکتاتور دی

عمران خان: عاصم منیر یو ظالم دېکتاتور دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/06

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا له زندان څخه په پیغام کې ویلي، په پاکستان کې د اساسي قانون پر ځای د عاصم منیر قانون عملي کېږي او په خبره یې، دا سړی د تاریخ تر ټول مستبد واکمن دی.

خان زیاته کړې، د عاصم منیر واکمني د بشري حقونو نقض او د ښځو او ماشومانو حقونو ته په کې سپکاوی کیږي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان زیاته کړې: « اوس زموږ په هېواد کې نه د اساسي قانون واکمني شته او نه د قانون حاکمیت. پر ځای یې د عاصم قانون واکمن دی. عاصم منیر د تاریخ تر ټولو ظالم دېکتاتور دی او ذهني توازن نه‌لري. د ده د واکمنۍ پر مهال ظلم تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد. د ده رژیم نه ښځو ته درناوی لري او نه له ماشومانو او سپین‌ږیرو سره د ترحم کوم حس لري او هغوی له خپلو حقونو  بې برخې دي. عاصم منیر د خپلې څوکۍ او قدرت لپاره هر څه ته تیار دی.»

د عمراه خان په خبره، د عاصم منیر د واک تنده دومره ‎ ډېره ده چې د خپل قدرت د ساتلو لپاره هر ډول کار او معاملې ته غاړه ږدي.

له دې سره سم، د  سیاسي چارو کارپوهان هم د عمران خان څرګندونې تاییدوي او وایي، له تېرو څو لسېزو راهیسې واک له ولس اخیستل شوی او  پوځي رژیم پرېکړې کوي. دوی خبرداری ورکوي چې دا تګلاره به د پاکستان حکومت عمر لنډ کړي.

ځينې نور کارپوهان بیا په پاکستان کې روانه امني او سیاسي بې ثباتي نه یوازې د دې هېواد لپاره خطرناکه ګڼي بلکې د سیمې هېوادونو لپاره یې هم ننګونه بولي.

دوی وايي، که پاکستان کې دننه د خلکو په خوښه بدلون رانه شي، هلته د روان کړکېچ بدې پایلې به ګاونډ او ان د سیمې هېوادونه هم زیانمن کړي.

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: « ترڅو چې په پاکستان کې واقعي ملکي حکومت رامنځته نه شي، د نظامي حکومت د شته والي له امله به نه یوازې خپله په ستونزو کې وي بلکې سیمه به هم ورسره نا امنه وي. د پاکستان ملکي ادارې باید ټول په ګډه د ولس ترڅنګ ودرېږي او مدني حرکتونه وکړي. د پاکستان نظامیان نه یوازې سیمه کې د تروریزم او نا امنیو خپرولو دسیسې پرمخ وړي بلکې په کور دننه هم د وحشت، دهشت او تښتونې پالیسي پرمخ وړي. په دې اړه باید ملګري ملتونه، د شانګهای تړون او د مسکو فارمټ هم هڅې وکړي.»

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دا چې عمران خان وايي عاصم منیر یو مستبد شخص دی، دا نوې خبره نه ده بلکې د پاکستان جوړېدو راهیسې د دې هېواد ټول واکمنان مستبد حکمرانان وو. د نړۍ په کچه د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې په پرتله بله جنایت کاره ډله نه شته. د هر هېواد پوځ د خپلو پولو د ساتنې لپاره جوړېږي نه د دې لپاره چې په ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو  کې نا امنۍ رامنځته کړي. پاکستان په اصل کې د ترهګرو ډلو ځاله ده او دا هرڅه د پوځ ترسیوري لاندې کېږي. تر هغو چې پاکستان د نړۍ له خوا تحریم نه شي، پاکستان به هېڅکله له خپلو تروریستي اعمالو په شا نه شي.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران‌خان څرګندونې داسې مهال دي چې د پاکستان کورنی سیاسي وضعیت له سختو ننګونو سره مخ دی.  د حکومت په کچه ټولې پر ېکړې د پوځي رژیم له خوا ترسره کېږي او له عام ولس یې د ژوند کولو، عدالت او انصاف غوښتنې حق هم اخیستی دی.

عمران خان له دې وړاندې هم ویلي و  چې په پاکستان کې روان سياسي ناورين چې په لنډمهال کې يې د کرارېدو هيلې نه شته، د دې لامل شوی چې خلک د پوځ، ملکي حکومت او د مخکیني لومړي وزير عمران خان پر پلويانو ووېشل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist