ټرمپ له سوریې د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو اعلان وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې ویډیو په خپرولو سره دا اعلان وکړ.
د ټرمپ دا پریکړه په منځني ختیځ کې د امریکا په دریځ کې یو ستر بدلون ګڼل شوې دی.
هغه دا خبرې داسې مهال وکړې چې هلته په جینیوا کې د سوریې د سولې خبرې روانې دي.
روسیه او امریکا دوه ستر لوري دي چې د سوریې په جګړه کې تر نورو ډیر ښکیل دي.
اخوا د پنټاګون ځينې چارواکي بیا پر دې پریکړه نیوکه کوي او زیاتوي چې دا به ایران او روسیې ته د لا زیاتې لاسوهنې فرصت ورکړي.