د امریکا له لوري په یو شمیر راپورونو کې راغلي،چې دغه هېواد په افغانستان کې د بشري مرستو او د ترهګرۍ پر وړاندې خپل ماموریت پای ته نه دی رسولی او لا هم دوام لري.
کارپوهان په دې اند دي،چې امریکا د خپلې ماتې د پټولو لپاره په افغانستان کې د ترهګرۍ شتون پلمه کوي او نیوکه کوي،چې امریکا باید په شلو کلونو کې چې دلته یې پراخ استخباراتي او پوځي حضور درلود،دغه ګواښ له منځه وړی وای.
کارپوه بلال فاطمي وايي:« دا پوښتنه بېرته دوی ته راجع کېږي،چې دا جرړې چې دلته موجودې وې، تاسې دا شل کلونه څه وکړل،تاسې دا ولې ختم نه کړې.ځکه تاسې دلته خپله افغانستان کې موجود وئ. ۴۸ هېوادونه او ناټو درسره وه. میلیاردونه ډالر درسره وو. اوس چې طالب دا څلور میاشتې کېږي،راغلی دی، تا چې شلو کلونو کې و نه کړای شو ،غه کار طالب په څو میاشتو کې وکړي.»
ځنې نور بیا په دې باور دي،چې امریکا ته د ترهګرۍ اړوند ګواښونه زیاتیږي او یاد هېواد دلته لاهم امکانات او لارې چارې لري،چې احتمالي ګواښونه پرې دفع کړي.
کارپوه قریب الرحمن شهاب وايي:« په افغانستان کې د هغو ډلو څارنه،چې امریکا یې د ځان لپاره ګواښ بولي، لکه داعش یا القاعده، او ګواکې دا چې دوی وایی، طالبانو هم په تېر کې له هغو سره اړیکې درلودلې، د دې څارنې لپاره هغوی ښايي ډېر زیات استخباراتي فعالیتونه ولري. د افغانستان پر فضاء د ډرون الوتکو ګرځیدل ټول د امریکا د څار برخه ده.»
نور نظرونه بیا دا دي،چې امریکا باید خپلو بشري مرستو ته سیاسي رنګ ورنه کړي او د پښیمانۍ او تفاهم کومه ژبه چې باید استعمال کړي،هغه دې د جنګي جنایت لپاره پلمه نه ګرځوي.
کارپوه توریالی ځاځی وايي:« هغه بشري جنایتونه،چې امریکا په دې شلو کلونو کې زموږ په هېواد کې ترسره کړل او زموږ هېواد نظام ته یې سقوط ورکړ. دوی به بیا هیڅکله دا جرأت و نه شي کړای،چې په افغانستان کې نظامي لاسونه وکړي. د دوی استخباراتي کړۍ فعالې دي، خو دوی په سیمه کې له نورو هېوادونو سره هم ستونزې لري. او دا یې بل بشري جنایت دی چې بشري مرستو ته سیاسي پلمې لټوي.»
هغوی د تېرو لسیزو په څېر دننه په افغانستان کې د مقاومت جبهې له لارې او په سیمه کې د خپلو پوځي اډو او استخباراتي شتون له لارې پر افغانستان نظامي فشار راوړلی شي.