Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/13

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا، سیمه‌ ییز امنیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ارومچي مذاکراتو د بهیر پر پرمختګ خبرې کړې.

په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې په ارومچي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو راتلونکی پړاو باید روښانه، عملي او پایله یې د‌ محوري اجنډا پر بنسټ پر مخ لاړه شي.

لیدنه کې متقي ويلي، سیمه‌ ییز ثبات، متوازنې اړيکې، اقتصادي همکاري او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان بهرني سیاست اساسي محور جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د سیمې ثبات، توازن، اقتصادي همکاري او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي محورونه جوړوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د خبرو د بهیر بریالیتوب د واقعي اقداماتو، د باور فضا د پیاوړتیا، او د کړکېچ د کچې د ټیټ ساتلو پورې تړلی دی او اسلامي امارت په همدې برخو کي د پام وړ ګامونه اخستي.»

د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې زیاته کړې، د مذاکراتو بریا له عملي اقداماتو، د باور فضا له پیاوړتیا او د کړکېچ کچې له ټیټ ساتلو سره تړاو لري او اسلامي امارت په دې برخو کې مهم ګامونه پورته کړي.

په ورته مهال، د چین ځانګړي استازي هم د ارومچي مذاکراتو پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار کړی او دا یې د سیمه‌‌ییز ثبات او همغږۍ لپاره مهم چوکاټ بللی.

ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: « د چین ځانګړي استازي د ارومچي د خبرو د بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار وکړ او دا یې د سیمه‌ییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ وباله. نوموړي څرګنده کړه چې د دې بهیر راتلونکی پړاو باید له روښانه تمرکز سره عملي پایلو ته زمینه برابره کړي او په همدې موخه یې د جدي تعامل، اعتماد جوړونې او تفاهم پر اهمیت ټینګار وکړ. »

بله خوا، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړی و او په بنو کې يې د پوليسو پر پوستې د موټر بم چاودنې په اړه ورته اعتراض لیک سپارلی.

اسلامي امارت په دې چاودنه کې لاس لرل په کلکه ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه وايي: « اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې چې بنو کې د پولیسو پر مرکز برید افغانستان کې پلان شوی بللی، بې اساسه ګڼي او ردوي یې. د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې ممکن ګڼي. اسلامي امارت یو ځل بیا خپل دریځ روښانوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه به چا ته د داسې تحرکاتو اجازه ورکړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات زیانمن کړي.»

شنونکي وایي، د کابل او اسلام اباد اړیکو په عادې کېدو کې د چین رول مهم دی او ټینګار کوي چې پاکستان باید د زور کارولو په ځای، تفاهم ته د لارې خلاصولو لپاره د افغانستان پر وړاندې خپل سیاستونه مثبت لور ته بدل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وايي: « پاکستان باید خپلې پالیسۍ ورغوي او د خپل اقتصادي حالت او سیمه ییز ثبات رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي؛ که داسې ونه کړي، لویې ستونزې رامنځته کېږي او دا ستونزې د سیمې او په ځانګړې توګه د چین ګټې ننګولی شي.»

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سعودي عربستان، ترکيې، قطر او چين په کوربه‌توب په تېر کې څو پړاوه مذاکرات ترسره شول، هغه چې اسلامي امارت يې د بې پايلې کېدو لامل د پاکستان له لوري پر غير عملي غوښتنو ټينګار يادوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist