Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/13

امنیتي کمرې هغه دوې ښځې ورښيي چې د هرات زرګریو له دوکانونو یې سره زر غلا کوي.

دوی لومړی د پېرودونکو په توګه زرګریو ته ورتللې او بیا به یې د زرګر پام بلې خواته په اړولو سره، سره زر غلا کول.

د سرو زرو په غلا تورنه فاطمه وايي: « هو، موږ هرات ولایت کې له زرګریو غلا کړې، خو موږ له خپل کړي کار پښېمانه یو.»

امنیتي ځواکونه وایي، دا دواړه ښځې مور او لور دي او تر اوسه يې نږدې ۲۰۰ ګرامه سره زر غلا کړي.

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند سید مسعود حسیني وايي: « دوې تنې غلا کوونکې ښځې چې موده وړاندې یې د هرات ښار دویمې حوزې اړوند سرو زرو پلورنځیو کې غلاوې کولې، ونیول شوې. دغې ښځې زر پلورونکو ته د پېرودونکو په توګه ورتللې او بیا یې غلا کوله. کله چې د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو خبر ترلاسه کړه، د دوی څارنه یې پیل کړه او بالاخره یې ونیولې.»

د هرات دویمې امنیتي حوزې آمر عبدالرسول معتصم وايي: « دغو دوو ښځو له څه مودې راهیسې زموږ د سرو زرو له هټۍ والو څخه د ۶۰ ګرامو په وزن د عربي سرو زرو درې بنګړي، ۲۹ ګرامو په وزن د سرو زرو یوه کلۍ لرونکې کړه، د ۵۰ ګرامو په وزن یوه غاړه کۍ او د ۳۱ ګرامو په وزن درې د سرو زرو ایراني بنګړي غلا کړي وو.»

هغه زرګران چې سره زر یې غلا شوي، د مور او لور له خوا د سرو زرو د غلا څرنګوالي په تړاو یو تن زرګر وايي: « کله چې دا ښځې زما دوکان ته راغلې، لومړی یې د سروزور د بیو پوښتنه وکړه، بیا یې څلور پنځه ډوله غاړه کۍ وکتلې. مور یې یوه غاړه کۍ واخسته او لور یې څو دانې بنګړي ماته راکړل چې وزن یې وګورم. زه په دې بوخت شوم او مور یې په څوکۍ کېناسته، زما له یاده ووتل چې غاړه کۍ ترې واخلم.»

د محمد یونس په نوم بل زرګر وايي: « څو ورځې وړاندې دوې ښځې زما دوکان ته راغلې او دوه حلقې عربي بنګړي یې له موږ څخه غلا کړل. زه له امنیتي ځواکونو مننه کوم چې دا غلې یې ونیولې او د قانون منګولو ته یې وسپارلې.»

امنیتي مسوولین وایي، د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزې او د خلکو امنیت ټینګښت لپاره هڅې کوي او له خلکو هم غواړي چې شکمنو مواردو لیدلو سره ژر تر ژره امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist