Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/13

کابل کې د کثافاتو مدیریت ملي کنفرانس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د چاپېریال ساتنې روزنیزو او پرمختیايي چارو موسسې په نوښت پيل شو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس وايي، د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د نفوسو زیاتوالي له امله د کثافاتو تولید زیات شوی او له امله يې د چاپېریال ککړتيا ترڅنګ، د خلکو ژوند هم له ګواښ سره مخ شوی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص وايي: « که چېرې کثافات تر ځمکې لاندې خښ شي یا د ځمکې پر سر ترې لوی ډېرانونه جوړ شي، دا بیا د هوا، ځمکې او حتا اوبو د ککړتیا سبب کېږي. بله خبره دا ده چې هرڅومره کثافات په یوه ځای کې ډېر پاتې کېږي، په مختلفو ویرسونو او میکروبونو بدلېږي او ډول ډول ناروغۍ زیږوي. که موږ یوازې خوراکي پاتې شونو ته اشاره وکړو، ډېر ژر تجزیه کېږي او د ناروغیو سبب کېږي.»

د کنفرانس ځينې ګډونوال باور لري چې د کثافاتو زياتوالي نه يوازې چاپېريال ککړ کړی بلکې تر ځمکې لاندې اوبه یې هم ککړې کړې دي.

د دوی په خبره، د سالم چاپېریال رامنځته کولو او د ناروغيو مخنیوي لپاره د کثافاتو سالم او مسلکي مدیریت ته اړتیا ده.

د چاپېریال ساتنې روزنیزو او پرمختیايي چارو موسسې رییس عبدالهادي اڅکزی وايي: « کله چې په ډېران شویو کثافاتو باران وشي او پرې لمر شي او بیا یې باد هره خوا یوسي، له دې سره ډول ډول میکروبونه او ناروغۍ انتقالېږي.»

کابل ښاروالي بیا وايي، هغه څه چې دا ستونزه یې زیاته کړې، د کثافاتو د کنټرول په برخه کې د خلکو ټيټ پوهاوی دی. دوی د رسنيو او جوماتونو له لارې خلکو ته د کثافاتو د زيانونو په اړه پوهاوی ورکول او د همکاریو جلبول مهم بولي.

د کابل ښاروالۍد روغتیايي چاپېریال ریاست مرستيال فضل الکریم احد وايي: « دا دېته اړتیا لري چې موږ په ګډه خپل هېوادوال پوه کړو چې کثافات څنګه مدیریت کړي. باید دوی وپوهول شي چې خپل توکي داسې وکاروي چې بل چا ته ضرر ونه رسوي.»

د اریانا نیوز رییس مجیب الرحمان بهير وايي: « زه د چاپېریال ساتنې پر اداره غږ کوم چې د عامه پوهاوي کار ته کار ووايي، زموږ رسنۍ ستاسو او ولس په خدمت کې دي. خلک باید په دې وپوهول شي چې کثافات د دوی روغتیا ته څومره زیان رسوي.»

له سوداګرو او پانګوالو بیا غوښتنه کېږي چې د تولیداتو په پایله کې رامنځته کېدونکو کثافاتو د مديريت لپاره چې له کلي کور را نیولې تر ښارونو پورې د چاپېریال ککړتيا سبب کېږي، بايد لازم اقدامات وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

اسلامي امارت د عاصم منیر تورونه په کلکه رد کړل

مې 12, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist