Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/13

د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان له نفتي سیمو بلخ ته د طبیعي ګازو د انتقال پروژه د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې.

د مسوولینو په خبره، دا  پروژه د څه باندې ۶۱۰ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي او شاوخوا ۹۴.۵  کیلومټره اوږدوالی لري. دا نل لیکه به له بشپړېدو وروسته هره ورځ ۱.۵ میلیون متر مکعبه طبیعي ګاز د بلخ صنعتي پارکونو او د کود برق فابریکې ته ولېږدوي.

د افغان ګاز ریاست د چارواکو له معلوماتو سره سم، د دې نل لیکې یوازې تخنیکې کارونه پاتې دي چې تر بشپړېدو وروسته به يې ګټه اخستنې ته وسپاري.
د افغان ګاز رییس مولوي اخترمحمد منصور وايي: « پایپ لین له جوزجان څخه تر مزارشریف پورې غځول شوی او کارونه یې په بشپړه توګه پای ته رسېدلي. د دې پایپ لین یوازې د سېل برونو او ضد زنګ برخه پاتې ده چې هغه هم اعلان ته سپارل شوې او سږ کال به بشپړ شي. د دې پروژې له بشپړېدو سره به موږ وکولی شو چې کود برق فابریکې او صنعتي فابریکو ته ګاز ورکړو.»

بله خوا، مزارشريف ښار کې یو شمېر صنعتکاران دا پروژه د بلخ صنعتي ودې لپاره مهم ګام بولي او زیاتوي چې طبیعي ګاز نه یوازې د صنعت لپاره ارزانه انرژي ده بلکې د چاپېریال د ککړتیا په کمېدو کې هم مهم رول لري.

صنعتکار عبدالرشید احمدزی وايي: « دا ډېره ښه خبره  ده، که چېرې موږ ته ګاز راکړل شي، چاپېریال ککړونکي سوخت به بند شي او د چاپېریال له ککړتیا به هم مخنیوی وشي.»

صنعتکار سید جاوید سادات وايي: « موږ دا مهال د برېښنا انرژي له خپلو ګاونډیو هېوادونو پېرو، خو که چېرې دا انرژۍ له داخلي سرچینو او ګازو څخه تأمین شي، دا به د انرژۍ او دغه راز د پیسو په مصرف کې سپما وشي او له امله به یې د توکو بیې ټیټې شي.»

له شبرغانه بلخ ته د طبیعي ګازو دا نل لیکه چې ډېره برخه يې صنعتي پارکونو ته ځانګړې شوې، د اقتصادي برخې شننونکي يې د صنعتي ودې او ځان‌بسیاینې پر لور مهم ګام ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « که چېرې موږ له خپلو کورنیو سرچینو ګټه واخلو، د ښکاره خبره ده چې یوه زیاته اندازه بهر ته تلونکې پيسې به سپما شي او دغه راز به ګڼو خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي. کله چې تاسو ارزانه ګاز او نفتي توکي په واک کې ولری، لپاره یې سترې کارخونې جوړېږي، تولیدات زیاتېږي، کارونه پيدا کېږي او په ټولیزه توګه اقتصاد ورسره وده کوي.»

په جوزجان کې د شبرغان له نفتي سیمو بلخ ته د نل لیکې غځولو چارو بشپړېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې څو ورځې وړاندې د افغان ګاز ریاست د جوزجان يتيم تاق نفتي بلاک کې له ګازو د برېښنا تولید په موخه، له دوو خصوصي شرکتونو سره د قراردادونو لاسلیک خبر ورکړل شو.

يادو شرکتونو ته به له دې بلاک څخه په ورځني ډول څه باندې ۶۰۰ زره مترمکعب ګاز ورکول کېږي. ټاکل شوې له دغو ګازو د هرې ورځې په کچه ۲  زره ١٦٠ مېګاواټه برېښنا تولید شي چې بلخ او جوزجان ولایتونو کې به پر عامو خلکو سربېره، صنعتي پارکونو ته هم ووېشل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist