Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/13

د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم د نړیوالو بنسټونو نیوکې دا دي چې په افغانستان کې له بشري وضعیت سربېره، اقتصادي وضعیت هم ورځ تر بلې نازکېدو خواته روان دی، خو دا هغه څه دي چې  اسلامي امارت وار د مخه رد کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) تازه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی.

په دې راپور کې د ښځو حقونو، د یوې میاشتې په اوږدو کې رامنځته شوې پېښې، د رسنیو ازادي، امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.  

راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶ کال د جنوري له پیل څخه د مارچ تر ۳۰ مې، یوناما لږ تر لږه د خپلسرو نیولو او بندي کولو ۳۳۶ پېښې مستند کړې دي.

راپور کې زیاته شوې: « د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د مارچ ۳۱ نېټې پورې یوناما د خپلسرو نیونو او بندي کولو لږ ترلږه ۳۳۶  پېښې مستند کړې دي. غوښتنه داده چې افغان مېرمنو او نجونو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي.»

د اسلامي امارت امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت بیا د یوناما دغه راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې حاکم نظام په ټول افغانستان کې د ښځو او نورو ټولو پرګنو ته شرعي حقونه ورکړي دي.

د امر باالمعروف او نهې عن منکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي: « د اسلامي امارت له بیاځل حاکمیت وروسته په ټول افغانستان کې نه یوازې د ښځو بلکې د نارینه وو او ټولو اقشارو شرعي حقوق محفوظ دي. د امر باالمعروف او نهې عن منکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري په تېرو پنځو کالو کې سلګونه زره ښځو ته په مختلفو برخو کې خپل حقوق ورکړل شوي.»

د دې وزارت چارواکي زیاتوي، اسلامي امارت مېرمنو ته په ګڼو برخو کې حقونه ورکړي او په دې برخه کې بې ساري ګامونه اخستي او نړیوال بنسټونه باید د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو او حقایقو سترګې پټې نه کړي.

سیف الاسلام خیبر په دې اړه وايي: « دا چې مختلف جهتونه یا خلک د دې وزارت پر لاسته راوړنو سترګې پټوي او د خپلو شخصي موخو لپاره کاذب او له حقایقو لرې ارقام نشروي، خپلو هغه دښمنانه اهدافو ته د رسېدو هڅه کوي چې په تېر کې یې هم ناکامې هڅې کړې دي.»

په ورته مهال، د چارو شنونکي بیا له نړیوالو غواړي چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه د خلاصون لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.

دوی په ورته وخت کې پر اسلامي امارت هم غږ کوي چې له نړیوالو سره د تعامل په برخه کې په کور دننه ستونزې حل او د  نړیوالو پر وړاندیزونو غور وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « یوناما کولی شي مثبت رول ولوبوي او افغانستان د رسمیت پېژندلو لور ته روان کړي. که اسلامي امارت غواړي حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، د نړیوالو ځینو وړاندیزونو ته باید پاملرنه وکړي.»

ځینې نور شنونکي بیا له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د افغانستان په اړه وړاندې کېدونکو راپورونو کې دې بې پرېتوب اصل ته لومړیتوب ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: « که چېرې یوناما ريښتیا هم د افغانستان په قضیه کې بې طرفه وي، باید د افغانستان د پرمختګونو راپور هم په دې درې میاشتني راپور کې درج شوی وای، خو دا کار یې نه دی کړی. بنا ً موږ دې راپور ته په ښه سترګه نه شو کتلی او خپلواک یې نه بولو.»

د یوناما دې راپور ته په کتو، د چارو شنونکي له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د افغانستان په تړاو حقایقو څرګندولو ترڅنګ، د سیمې او ګاونډ هېوادونو باندې فشار راوړي، ترڅو د افغانانو بشري حقونو ته جدي پام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

اسلامي امارت د عاصم منیر تورونه په کلکه رد کړل

مې 12, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist