Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبرپښتونخوا کې د یوه برید له امله ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي

خیبرپښتونخوا کې د یوه برید له امله ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/09

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د چهارشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا اړوند اورکزیو اېجنسۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان د برید په پایله کې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پوځیان وژل شوي.

د سرچینو په خبره، برید هغه مهال شوی چې پاکستاني پوځیانو په سیمه کې د دوی په خبره  د وسله ‌والو ډلو د پلټنې چاڼیز عملیات ترسره کول. معلومات ښیي چې لومړی د پوځ پر موټریز کاروان د سړک غاړې ځای پر ځای شویو بمونو چاودېدلي او بیا نښته رامنځته شوې.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې برید کې د خپلو ۱۱پوځیانو وژل کېدل منلي او په ځوابي برید کې یې د تحریک طالبان پاکستان د ۱۹ تنو له منځه وړلو ادعا کړې.

تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) په یوه اعلامیه کې د دې برید مسوولیت منلی او دا برید یې د خپلو عملیاتو د دوام لړۍ یاده کړې ده.

د ټي‌ټي‌پي په اعلامیه کې له ۳۰ زیاتو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو ادعا شوې.

د راپورونو له مخې، وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو د ټي‌ټي‌پي بریدونه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

اورکزیو اېجنسۍ کې له تازه برید وړاندې د جون په ۲۸مه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پاکستاني پوځ پر کاروان موټر بم برید تر ټولو مرګونی و چې په پایله کې یې د افسرانو په ګډون ۱۶ پوځیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

پر پاکستاني پوځیانو دغه مرګونی برید داسې مهال ترسره شوی چې تېره ورځ د اسلام‌اباد د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال تېرې نهه میاشتې تر بل هر وخت له امنیتي پېښو او بریدونو ډکې یادې کړې او وايي، یوازې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په درېیو لومړیو میاشتو کې د وسله ‌والو بریدونو او چاودنو کې د دې هېواد د امنیتي او پوځي پرسونل په شمول شاوخوا  ۲۴۱۴ کسان وژل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist