Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د څه باندي۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت لس تولیدي کارخونو فعالیت پیل کړ

هرات کې د څه باندي۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت لس تولیدي کارخونو فعالیت پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/24

هرات کې د ۶۲ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۰ تولیدي کارخونو د اوړو تولید، ماشین الاتو بسته بندۍ، درملو او نورو برخو کې فعالیت پیل کړ. محلي چارواکي وايي، یادو کارخونو کې به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: «  د ټولو لسو شرکتونو پانګونه شاوخوا ۶۲ میلیون ډالره کېږي چې د درملو، طبي سامان آلاتو، غیر الکولي څښاکو، لبنیاتو، خوراکي توکو او فرش د تولیدولو برخې په کې شاملې دي.»                 

صنعتکاران وایي، په کور دننه د خامو موادو کمښت او بهرنیو هېوادونو څخه د ورته توکو وارداتو یې د تولیدي توکو ځای نیولی او غوښتنه کوي چې پر بهرنیو توکو دې تعرفې لوړي شي.

صنعتکار فواد احمد ودان وايي: « زموږ له ستونزو یوه هم د مشابه جنس واردات دي او غوښتنه کوو چې د اوړو پر وارداتو تعرفه لوړه شي. همدارنګه غوښتنه کوو چې څومره اوړه واردېږی، باید همدومره غنم هم وارد شي. باید تعرفې لوړې شي، ترڅو موږ رقابت وکولی شو.»

صنعتکار نبی الله عظیمي وايي: « هغه مشابه اجناس چې له بهر څخه افغانستان ته واردېږي، له هغو محصولاتونو ارزانه دی چې د افغانستان په داخل کې تولیدېږي. د دې لامل دا چې افغانستان کې د سون توکي ډېر ګران او قېمته دي.»   

بله خوا، مسوولان ډاډ ورکوي چې په کور دننه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او له پانګوالو غواړي چې د بهرنیو هېوادونو په ځای په کور دننه پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي چارو معین احمد الله زاهد وايي: «… راشئ په هېواد کې پانګونې ته بهترین فرصت برابر دی، افغانستان کې پانګونه وکړئ او د خپلې هغې پانګونې ګټه واخلئ چې هم یې ګټه او هم یې پانګه ستا خپله ده.»                           

هرات والي نور احمد الله اسلام جار وايي: « اوسنۍ نړۍ د رقابت نړۍ ده، اوسنی تجارت په سیمه او نړۍ کې د رقابتونو تجارت دی او نن د ټکنالوژۍ نړۍ ده؛ که زموږ کارخانه او زموږ صنعت له نورو غوره نه وي او موږ یوازې د ګمرک پر تعرفو تکیه وکړو، مخکې نه شو تللی.»

د یادونې وړ ده چې د دې لسو کارخونو له فعالیت پیلولو سره هرات صنعتي ښارګوټي کې د تولیدي کارخونو شمېر ۱۱۷۰ ته لوړ شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist