Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا، پرتګال او فرانسې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند

بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا، پرتګال او فرانسې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/23

له څو لسیزو وروسته د خپلواک فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې او رامنځته کېدو پر لور لومړني او عملي ګامونه پورته شول.

په لومړي ځل د څلورو سترو او د ناټو غړیو هېوادونو په یو ځل او په بېساري اقدام کې فلسطین په رسمیت وپېژانده. په دې برخه کې لومړی ګام تېره ورځ کاناډا پورته کړ او ورپسې بریټانیا، اسټرالیا او پرتګال هېوادونو هم په پرله پسې ډول دغه اعلان وکړ.

د بریټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر په دې اړه یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، هېواد یې څو لسیزې وړاندې د اسراییلو دولت په رسمیت پېژندلی، خو په خبره یې اوس د دې وخت را رسېدلی چې بریټانیا فلسطین هم په رسمیت وپېژني.

کېیر سټارمر ویلي: « نن د سولې هیلې او د دوو خپلواکو دولتونو د حل لارې هیلو د ژوندي پاتېدا په موخه، زه د دې ستر هېواد د لومړي وزیر په توګه په واضح ډول اعلانوم چې بریټانیا فلسطین پر رسمیت پېژني. موږ له دې څه باندې ۷۵ کاله وړاندې د یهودیانو د هېواد په توګه اسراییل په رسمیت پېژندلی و، خو نن موږ د هغو ۱۵۰ هېوادونو سره یوځای کېږو چې فلسطین په رسمیت پېژني. زه د فلسطین او اسراییلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې دغه ګام به د دواړو خواوو لپاره د ښې راتلونکې تضمین وکړي.»  

د پرتګال بهرنیو چار وزارت هم په یوې رسمي اعلامیه کې د دوو خپلواکو دولتونو له جوړېدو ملاتړ کړی او دغه کار یې د سولې او په غزه کې د بېړني اوربند د ټینګښت لپاره یوازینۍ لار او مسیر بللی دی.

د اسټرالیا لومړي وزیر هم ویلي، حکومت يې له اوږدې مودې راهیسې د دوو خپلواکو هېوادونو او د فلسطین د رسمیت پېژندنې دریځ خپل کړی. د ده په خبره، له خپلو نورو ملګرو سره په همغږۍ یې رسماً اعلان وکړ.

د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانيز زیاته کړې: « د ۲۰۲۵زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۱مه د اسټرالیا دولت فلسطین پر رسمیت پېژني. موږ له اوږدې مودې راهیسې د دوو خپلواکو دولتونو د رامنځته کېدو دریځ درلود چې له شک پرته یو یې اسراییل او بل یې فلسطین دی. د رسمیت پېژندنې دغه اعلان زموږ د نړیوالو ملګرو بریټانیا او کاناډا په همغږۍ شوی چې د پنځو دولتونو له ډلې درې یې نن اعلانوي. موږ له اوږدې مودې راهیسې د یوه خپلواک دولت د درلودو په اړه د فلسطیني وګړو مشروع هیلې پر رسمیت پېژنو.»     

خو د دې خلاف، د اسرییلو لومړي وزیر د بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې په دې کار به هېڅکله فلسطیني دولت جوړ نه شي.

بنیامین نتنیاهو ویلي، د فلسطین رسمیت پېژندنه د حماس اسلامي غورځنګ ته لوی انعام دی؛ خو د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د نوموړي دغه خبره رد کړې ده.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي: « هېڅکله به د فلسطین دولت رامنځته نه شي. له امریکا تر راګرځېدو وروسته به هغو هېوادونو ته ځواب ورکړم چې هڅه کوي زموږ په خاوره کې دننه د یو ترهګریز دولت رامنځته کېدل پر موږ تحمیل کړي. زما پیغام د ټولو هغو هېوادونو مشرانو ته چې د اوکټوبر له اوومې پېښې وروسته د فلسطین دولت پر رسمیت پېژني، دا دی چې تاسو ترهګرۍ ته لوړه او لویه ډالۍ ورکوئ او زه تاسو ته یو بل پیغام هم لرم: زه به پرې نه ږدم چې دغسې څه پېښ شي.»

د فلسطین خپلواکې ادارې او حماس غورځنګ ترڅنګ سعودي عربستان د یادو هېواودنو له لوري د فلسطین له رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او په دې اړه یې د عملي اقداماتو غوښتنه کړې.

 خو د دې خلاف د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز ته د نوم د نه ښودلو په شرط دغه اقدام نمایشي حرکت بللی او د دې ستونزې په تړاو یې پرعملي ډېپلوماسۍ ټینګار کړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي: « زموږ ټول تمرکز به پر جدي ډېپلوماسۍ ورټول وي، نه پر نمایشي حرکتونو. زموږ لومړیتوبونه روښانه دي: د اسراییلي یرغمل شویو ازادېدل، د اسراییل امنیت او د ټولې سیمې لپاره سوله او هوساینه چې دا یوازې د حماس په نه شتون کې شونې ده.»

د دې یادو هېوادونو ترڅنګ، پرون ناوخته د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په کلنۍ ناسته کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې اعلان وکړ.

په ۱۹۴۸زېږدیز کال د اسراییلو د رامنځته کېدلو وروسته د فلسطین او اسراییلو ترمنځ لاینحله ستونزه هغه کشاله ده چې د ګڼو وړاندیز شویو حل لارو سره سره، لاهم عملي نتیجې ته نه ده رسېدلې چې په دې یوه یې د دوو خپلواکو هېواونو حل لاره ده چې اسلامي او نړیوال هېوادونه یې د یوازینې دایمي حل لارې په توګه پېژني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist