د افغانستان او قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ وزيرانو د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۴مه» کابل کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د دواړو هيوادونو تر منځ د ترانزيټي همکاریو برخه کې پر ژمنو ټينګار وکړ.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیز وویل، افغانستان له پخوا له قزاقستان سره ښې سوداګریزې اړیکې درلودې،چې په دې برخه کې ځنې تړونونه لاسليک شوي هم دي،خو پایله يې نه ده ورکړې.
عزیز هيله يې وښوده،چې دا ځل به ژمنې عملي شي.
عزيز وايي:« تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسليکونه تر سره شوي ول، خو سمه پایله یې نه ده ورکړې. افغانستان هڅه کوي،چې ټولې ستونزې د سوداګرۍ تراننزيت او خصوصي سکتور برخه کې حل کړي.»
عزیز همدا راز وویل، د ډېری هغو اجناسو بيې لوړې دي،چې له قزاقستانه يې واردوو او په خبره یې له قزاقستاني چارواکي غواړي،چې په دې برخه کې پاملرنه زياته کړي.
عزيز زیاته کړه:« اوس وخت چې خراب اقتصادي حالت دی، باید پاملرنه زیاته وکړي. موږ غوښتنه کوو، تر څو زموږ دوست هېواد قزاقستان د ځنو توکو په برخه کې د بيو په ارقامو يو تجديد نظر وکړي.»
د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ وزير بخیت سلطانوف وویل، افغانستان کې د اقتصادي حالت ښه والی په امنيت پورې تړلی او شته وضعيت دوی هم اندېښمن کړي دي.
سلطانوف زیاته کړه:« د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګريزې راکړې ورکړې،لپاره چې تطبيق يې کړو امنیت او ثبات يو مهم او اساسي شرط دی. موږ کولای شو،چې د ښه امنيتي وضعيت پر مهال بشري مرستې او سوداګري وکړو.»
سلطانوف وايي، قزاقستان چمتو دی،چې د ځمکې او هوا له لارې اقتصادي راکړه ورکړه چټکه، بشري مرستې تر سره او همکاري وکړي.